د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه وايي د پاکستان او افغانستان ترمنځ سفر کوونکي دې ماشومان واکسین وکړي


په پېښور کې يوې ماشومې ته د پولیو واکسین کیږي - انځور له ارشیفه
په پېښور کې يوې ماشومې ته د پولیو واکسین کیږي - انځور له ارشیفه

ملګرو ملتونو د افغانستان او پاکستان ترمنځ له تلونکو خلکو هېله کړې چې خپلو ماشومانو ته پولیو ضد واکسينو څاڅکي ورکړي.

د ماشومانو د حقونو لپاره کار کوونکې، د ملګرو ملتونو اداره (یونېسېف) د نومبر پر ۲۷مه وويل چې د دوی روغتياپال د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تلونکو ماشومانو واکسینولو لپاره موجود دي. دې ادارې دا نه دي ويلي چې دغه روغتياپال په کومو ځایونو کې دي‌خو په تېرو وختونو کې په تورخم او چمن دراوزو ناست کسان پر ډیورنډ کرښه سفر کوونکو ماشومانو د پولیو واکسين کوي.

یونېسېف زیاته کړې چې هغو ماشومان ته هم واکسین کېږي چې د واکسین له پخوانیو پړاونو او کمپاينونو بې برخې پاتې شوې وي. دوی له خلکو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

تر دې مخکې ملګرو ملتونو ويلي وو چې له پاکستانه په ډله ییز ډول د افغان کډوالو ایستل د بېلابېلو وایرسي ناروغيوو د زیاتېدو اندېښنې ډيرې کړې دي. د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) د نومبر پر ۱۶مه په يو بیان کې وویل چې په بیړه او لویه پيمانه، د کډوالو ستنول په هغوی کې د ګوزڼ په ګډون د نورو ناروغیو د خپرېدو خطر زیاتوي.

افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازيني دوه هېوادونه دي چې تراوسه پکې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ وایرس له منځه نه دی تللی. په دواړو هېوادونو دا مهال د پولیو ضد واکسينو کمپاين روان دی چې په ميليونونو ماشومان به پکې واکسين شي.

د پاکستان د روغتیا د وفاقي وزارت د ګوزڼ ناروغۍ څانګې د نومبر پر ۲۶مه په بیان کې ویلي دي چې د کیمپېن زیات تمرکز به پر خیبر پښتونخوا او بلوچستان وي. د بیان له مخې په خیبر پښتونخوا کې تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي اووه نیم مېلیونه او په بلوچستان کې دوه نیم مېلیونه ماشومان واکسینوي. بیان زیاتوي، د هغو صوبو په ځینو حساسو سیمو کې واکسیني بهیر د نومبر پر ۲۴مه پیل شوی چې له عمومي کیمپېن سره به دوام ومومي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د عامې روغتیا وزارت هم ویلي دي چې د نومبر له ۲۷مې څخه په ۱۴ ولایتونو کې د ګوزڼ څلور ورځنی واکسیني کیمپېن پیلېږي. د دوی په خبره تر ډيره به د دې کمپاين پام ختیځو ولایتونو ته وي‌چې د پولیو وهلو شمېرې ترې راپور شوي دي.

په روان ۲۰۲۳ کال کې په پاکستان کې ۱۳ او په افغانستان کې ۶ د پولیو وایرس وهلي ماشومان ثبت شوي دي. ډاکټران وايي، که په یو کس کې د پولیو وایرس موجود وي نو په فضله کې یې له وجوده خارجېږي او د ناپاکه اوبو په ویالو یا ځمکلاندې زېرمو کې شاملېږي. له دې وایرسه ماشومان د ټول عمر لپاره معذوره کېدلی شي.

XS
SM
MD
LG