د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې د پولیو واکسیني ډلې ساتونکی پولیس وژل شوی دی


کوټه کې د اګست پر لومړۍ نېټه هم په برید کې دوه پولیس وژل شوي ول. د یو سرتېري خپلوان د هغه مړي ته ژاړي.
کوټه کې د اګست پر لومړۍ نېټه هم په برید کې دوه پولیس وژل شوي ول. د یو سرتېري خپلوان د هغه مړي ته ژاړي.

په کوټه کې وسلوالو د ګوزڼ ناروغۍ واکسیني کیمپېن دندې لپاره پر تلونکي یو پولیس سرتېری وژلی دی.

د کوټې د سېوېل لاین تاڼېدار فتح محمد مشال راډیو ته وویل چې پېښه د اګست پر دویمه سهار مهال د کوټې ښار په مرکزي برخه کې پر بېنظیر پله شوې ده.

د ده په خبره، پر موټرسایکل سپاره وسلوال د سرتېري تر وژنې وروسته په تېښته بریالي شوي دي خو لټون یې روان دی.

فتح محمد زیاته کړه چې سرتېری هزاره وو او د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) یې د وژنې مقدمه دایره کړې ده.

په کوټه کې پر پولیس د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.

دا په داسې حال کې ده چې د اګست پر لومړۍ نېټه هم د کوټې په نوي کلي کې د پولیو د واکسیني ډلې پر ساتونکو پولیسو په برید کې دوه سرتېري ووژل شول. د هغې حملې ذمه واري هم چا نه ده منلې.

د کوټې په ګډون د بلوچستان په ۳۵ ضلعو کې د اګست له لومړۍ نېټې راهیسې د پولیو یا ګوزڼ اووه ورځنی واکسیني کیمپېن روان دی چې پکې د چارواکو په خبره، تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي ۲۵ لکه ماشومانو ته د ناروغۍ ضد څاڅکي ورکول کېږي.

په پاکستان کې تر دې مخکې هم د پولیو روغتیايي ډلو او د هغوی پر ساتونکو حملې شوې دي.

د مې پر ۳۱مه د شمالي وزيرستان په سپينوام کې د پولیو د واکسیني ډلې پر ساتونکو په برید کې يو سرتېری وژل شوی وو.

د مې پر ۲۵مه د خیبر په تیرا کې د پولیو د واکسیني ډلې پر ساتونکو په برید کې درې پولیس سرتېري ژوبل شوي ول.

تر هغه وړاندې د مې پر ۱۹مه د بلوچستان د مستونګ ضلعې په سور کارېز کې وسلوالو د پولیو د واکسیني ډلې ساتونکی پولیس سرتېری وژلی وو.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې د پولیو وایرس موجود دی.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG