د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د پولیو ۵ ورځنی واکسیني کیمپېن پیلېږي


په پېښور کې یوه روغتیايي کارکوونکې یوې ماشومې ته د ګوزڼ ناروغۍ ضد څاڅکي ورکوي - پخوانی انځور.
په پېښور کې یوه روغتیايي کارکوونکې یوې ماشومې ته د ګوزڼ ناروغۍ ضد څاڅکي ورکوي - پخوانی انځور.

د پاکستان حکومت وايي چې په ټول هېواد کې د نومبر له ۲۷مې څخه د پولیو پینځه ورځنی واکسیني کیمپېن پیلوي.

د روغتیا د وفاقي وزارت د ګوزڼ ناروغۍ څانګې د نومبر پر ۲۶مه په بیان کې ویلي دي چې د کیمپېن زیات تمرکز به پر خیبر پښتونخوا او بلوچستان وي.

د بیان له مخې په خیبر پښتونخوا کې تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي اووه نیم مېلیونه او په بلوچستان کې دوه نیم مېلیونه ماشومان واکسینوي.

بیان زیاتوي، د هغو صوبو په ځینو حساسو سیمو کې واکسیني بهیر د نومبر پر ۲۴مه پیل شوی چې له عمومي کیمپېن سره به دوام ومومي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د عامې روغتیا وزارت هم ویلي دي چې د نومبر له ۲۷مې څخه په ۱۴ ولایتونو کې د ګوزڼ څلور ورځنی واکسیني کیمپېن پیلېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د روغتیايي چارو ملي مرکز د اکتوبر پر څلورمه وویل چې د سېپټېمبر پر ۲۰مه یې د پېښور د شاهین مسلم ټاون سیمې په ناولو یا ناپاکه اوبو کې د پولیو وایرس نمونې موندلې دي.

دا روان کال د پېښور د بېلابېلو برخو په ناپاکه اوبو کې د وایرس د موجودګۍ ۱۳مه پېښه وه.

چارواکو د سېپټېمبر پر ۲۱مه د بنو په ناولو اوبو کې هم د وایرس نمونې موندلې وې.

د پاکستان د روغتیا وزارت د نمونو موندلو پېښو ته په کتو ویلي ول چې په نومبر کې په هغو سیمو کې د پولیو واکسیني کیمپېن کوي.

روغتیاپالان وايي، که په یو کس کې د پولیو وایرس موجود وي نو په فضله کې یې له وجوده خارجېږي او د ناپاکه اوبو په ویالو یا ځمکلاندې زېرمو کې شاملېږي.

د دوی په خبره، که په ناپاکه اوبو کې وایرس موندل کېږي نو هلته بیا د واکسیني کیمپېن له لارې هدف ترلاسه کېدل ګران وي او دا د ماشومانو د بدنونو د کمزوري مدافعتي نظام ښکارندويي هم کوي.

د پاکستان چارواکو د اکتوبر په پیل کې د پولیو واکسیني کیمپېن هم ترسره کړی وو.

روان کال په پاکستان کې د پولیو درې پېښې ثبت شوې دي او درېواړه ناروغان د خیبر پښتونخوا اوسېدونکي دي.

تېر کال په پاکستان کې د ګوزڼ ۲۰ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې ۱۷ ناروغان د شمالي وزیرستان، دوه د لکي مروت او یو د جنوبي وزیرستان وو.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د ګوزڼ ناروغي موجوده ده.

XS
SM
MD
LG