د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په ډله ییز ډول د کډوالو ستنول د ګوزڼ او نورو ناروغیو خپرېدو خطر زیاتوي


دا کډوال له پاکستانه تر ستنېدو وروسته د نومبر پر ۱۲مه په ننګرهار کې د ځان ثبتولو لپاره د کډوالۍ نړیوال سازمان مرکز ته ناست دي.
دا کډوال له پاکستانه تر ستنېدو وروسته د نومبر پر ۱۲مه په ننګرهار کې د ځان ثبتولو لپاره د کډوالۍ نړیوال سازمان مرکز ته ناست دي.

د ملګرو ملتونو یوشمېر ادارو له پاکستانه د بې اسناده افغانانو پر ستنولو د اندېښنو څرګندونه کړې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) پرون په بیان کې وویل چې په ډله ییز ډول د کډوالو ستنول په هغوی کې د ګوزڼ په ګډون د نورو ناروغیو د خپرېدو خطر زیاتوي.

افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې لا هم پکې د پولیو وایرس موجود دی. سازمان وايي، له ستنو شویو افغانانو سره د مرستو لپاره ۱۰ مېلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

په همدې حال کې د خوړو نړیوال پروګرام ویلي دي چې تر اوسه یې له څه باندې یو لکو کډوالو سره مرسته کړې ده خو که ۱۶ مېلیونه ډالر یې ترلاسه نه کړل نو له نورو ستنېدونکو سره به اړینې مرستې و نه کړای شي.

د ملګرو ملتونو د ښځو چارو د ادارې د افغانستان څانګې هم پرون وویل چې هېواد ته په ستنېدونکو کې ۸۰ فیصده ښځې او ماشومان دي چې مرستو ته اړتیا لري.

ملګرو ملتونو تر دې مخکې هم له پاکستانه د افغانانو پر ایستلو اندېښنه ښوولې وه. خو د پاکستان چارواکو د نومبر له لومړۍ راهیسې هېواد ته د بې اسناده افغانانو ستنولو ته دوام ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د ادارې (یو اېن اېچ سي ار) له ارقامو سره سم، تر اوسه څه باندې درې لکه افغانان هېواد ته تللي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG