د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خيبر پښتونخوا حکومت د قبایلي ضلعو نجونو زده کوونکو ته تر ۲۰۲۵ز کاله میاشتنۍ وظیفې ورکوي


حکومت وایي له شپږمه تر ۱۲م ټولګي زده کونکیو سره یې د مالي مرستو پروژه نوره غځولې ده ـ پخوانی انځور.
حکومت وایي له شپږمه تر ۱۲م ټولګي زده کونکیو سره یې د مالي مرستو پروژه نوره غځولې ده ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا حکومت پرېکړه کړېده چې د قبایلي ضلعو د ښځینه زده کونکو میاشتینۍ وظیفه به تر ۲۰۲۵ز کاله پورې جاري ساتي.

د خیبر ضلعې د تعلیم محکمې د نومبر پر ۲۴مه، مشال راډیو ته په استولې یوه خبر پاڼه کې ویلي دي چې د خیبر پښتونخوا نګران حکومت په قبایلي ضلعو کې له شپږم ټولګي څخه تر ۱۲م ټولګي پورې په سرکاري سکولونو کې د ښځینه زده کونکو میاشتینۍ وظیفو پروګرام نور غځولی دی.

په خبر پاڼه کې راغلي دي چې حکومت د دې پروژې لپاره څه باندې ۹۰۰ مېلیونه روپۍ ځانګړې کړي دي او هغه زده کونکې چې حاضري یې ۷۰ سلنه وي، هغو ته به هره میاشت لږترلږه ۲،۵۰۰ روپۍ ورکوي.

د خیبر ضلعې د تعلیم محکمې مرستیال افسر شېر زمان خان مشال راډیو ته وویل چې له دې سره به له قبایليو نجونو سره د تعلیم په جاري ساتلو کې مرسته وشي او زده کونکې به وکولی شي چې په دې پیسو د ځان لپاره کتابونه، کتابچې او نور شیان په وخت واخلي.

هغه وویل: "د ښځینه زده کونکو شمیره به زیاته شي او د تعلیم معیار به ورسره ښه شي. بله دا چې حوصله به یې لوړه شي چې کومو جینکو سکول سره شوق وو او اخراجات یې نه شو برداشت کولی نو هغه به د تعلیم حاصلولو جوګه شي."

دا په داسې حال کې ده چې په خیبر پښتونخوا او په تېره بیا په قبایلي ضلعو کې میلیونونه ماشومان د بېلا بېلو وجوهاتو له کبله سکولونو ته نه ځي.

په دې اړه تېر کال په اکتوبر کې له وزیرستانه د خیبر پښتونخوا د صوبایي اسمبلۍ غړي میر کلام وزیر په صوبایي اسمبلۍ کې تحریک التوا جمع کړی وو چې پکې راغلي ول چې په خیبر پښتونخوا کې ۴،۷ (څلور اعشاریه اووه) ملیونه ماشومان له سکولونو نه بهر دي چې ۱۰ لکه یې د قبایلي ضلعو دي. اسمبلۍ ته په وړاندې شویو تفصیلاتو کې راغلي ول چې د قبایلي ضلعو په هغو ۱۰ لکو ماشومانو کې ۷۴ سلنه جینکۍ دي چې سکولونو ته نه ځي.

په لنډي کوتل کې د ښځینه سرکاري هایر سیکنډری سکول د ۱۱ ټولګي زده کونکې فایضه نور شینواری وایی چې دې وظیفو سره به یې د تعلیمي چارو خرڅ پوره شي. هغه غوښتنه کوي چې د زده کړو په لړ کې دې نور مشکلات هم حل کړی شي. "په سکولونو کې وړیا کتابونو کمښت دی، د څښاک اوبه نشته، ټرانسپورټ او بجلۍ نشتوالی دی. که دا ستونزې هم هوارې شي نو قبایلي زده کونکې به ډېرې مخته لاړې شي او سبقونه به ووایي."

XS
SM
MD
LG