د لاسرسي ځای

تازه خبر

فعالان: په ورستیو کالونو کې په وزیرستان او سوات کې، په وسلوالو حملو کې ګڼ سکولونه ویجاړ شوې دي


فعالان: په ورستیو کالونو کې په وزیرستان او سوات کې، په وسلوالو حملو کې ګڼ سکولونه ویجاړ شوې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:06:32 0:00

د سېپټېمبر نهمه «تعلیم له وسلوال حملو څخه د خوندي ساتلو» د نړیواالې ورځې په توګه لمانځل کېږي. د خیبر پښتونخوا په سوات او قبایلي ضلعو کې، په خاصه توګه په دې وروستیو کلونو کې په وسلوالو حملو او د پوځي عملیاتو پرمهال په سلګونو سکولونه ړنګ او ویجاړ شوي دي. په دغو کې زیاتره د نجونو سکولونه وو. د خیبر پښتونخوا په دغو سیمو کې استادان او د تعلیمي پرمختګ لپاره کارکونکي وایي ډېری سکولونه چې په ناامنۍ او پوځي عملیاتو کې وران شوې ول لا هم غېر فعاله دي او ځینې یې په پوره ډول نه دي رغول شوي. خو بلخوا د خیبر پښتونخوا د تعلیم محکمه وایي دوی هڅه کړې چې دغه سکولونه زر تر زره جوړ او فعاله کړي.

XS
SM
MD
LG