د لاسرسي ځای

تازه خبر

په باجوړ کې نامالومه کسانو د ماشومانو سکول ړنګ کړی دی


د باجوړ ترڅنګ د خیبر پښتونخوا په نورو سیمو کې وخت په وخت سکولونه ړنګ کړل شوي دي ـ پخوانی انځور.
د باجوړ ترڅنګ د خیبر پښتونخوا په نورو سیمو کې وخت په وخت سکولونه ړنګ کړل شوي دي ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې نامعلومو کسانو یو سرکاري پرايمري سکول ړنګ کړی دی.

په باجوړ کې د لوی ماموندو تحصیل د تعلیم څانګې مرستیال مشر (اسسټنټ ايجوکيشن افسر) حاجي نذير ملاخېل د نومبر پر ۲۰ مه، مشال راډيو ته وویل چې نامعلومو کسانو په لغړۍ سیمه کې د ښوونځي تر ړنګولو وروسته له ودانۍ د اوسپنې ګارډرې او پټۍ وړې دي.

ملاخېل وویل چې د سکول هغه ودانۍ په تېر وخت کې د امنیتي ځواکونو په استعمال کې وه خو په سیمه کې د امنیت تر قایمېدو وروسته د تعلیم څانګې ته سپارل شوې وه.

د هغه په وینا په سکول کې له ۴۰۰ څخه تر۵۰۰ ماشومانو زدکړې کولې. نوموړي زیاته کړه چې د پېښې رپورټ یې له پولیسو سره لیکلی دی.

په تېرو وختونو کې په باجوړ کې وسلوالو تر ۱۰۰ زيات سکولونه الوزولي ول او د هغو زیاتره پېښو ذمه واري تحريک طالبان پاکستان منله خو د بيګانۍ پيښې ذمه واري تر اوسه چا نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG