د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شريف د درملنې لپاره لندن ته ورسېد


د پاکستان پخواني وزيراعظم او د مسلم ليګ ن رهبر نوازشريف ته د عدالت لخوا اجازت ملاوېدو وروسته د نومبر پر ۱۹مه ناوخته د درملنې لپاره له لاهوره لندن ته ورسېد.

که څه هم دا مهال نوموړی په لندن کې په خپل کور کې دی او هلته یې ورته د درملنې ټولې اسانتیاوې برابرې کړې دي خو زوی حسین نواز یې په دوشنبه د خپل کور مخې ته له خبريالانو سره په خبرو کې دا وویل چې د پلار پلېټلېټس کمېدو هراړخیزه پلټنه به کوي چې وجه خو به یې زهرخوړنه نه وي.

د مسلم ليګ ن رهبر نواز شریف له هغه پس لندن ته ولاړ چې د لاهور های کورټ د نومبر پر ۱۶مه ورته په بهر کې د درملنې اجازه ورکړه.

ياد عدالت نواز شريف ته د علاج په خاطر بې له شرطه د څلورو اونيو لپاره له ملک څخه د بهر تللو اجازه ورکړه او پخپله فېصله کې د نوموړي نوم د ممنوع الخروج ليسټ يا (ايګزټ کنټرول ليسټ) نه د لرې کولو هم امر وکړو.

تر دې وړاندې د تحريک انصاف په مشرۍ د پاکستان وفاقي حکومت نواز شريف ته د بهر تللو لپاره د ۷ اربه روپو د ضمانت شرط ايښې وو چې د مسلم ليګ ن مشرانو مسترد کړی وو او د پريکړې پرضد شهباز شريف لاهور های کورټ کې درخواست جمع کړو چې نواز شريف دې په غېر مشروط ډول د علاج لپاره له ملکه بهر واستول شي.

لاهور های کورټ فېصلې وروسته د پاکستان د کورنيو چارو وزارت يو ځل د علاج لپاره نواز شريف ته بهر ملک ته د تللو جازت ورکړې دی. پرون د ګل په ورځ ياد وزارت په خپلې اجازت نامه کې ويلي دي نواز شريف ته يې د لاهورهای کورټ په امر د علاج په غرض د څلورو اونيو لپاره بهر ملک ته د تللو اجازت ورکړی دی.

نواز شريف چې د تيرې څه مودې راهيسې ناجوړه دی او په وينه کې يې يو شمير خليې کميږي. نوموړې د اکتوبر پر۲۱مه د صحت خرابيدو له کبله د احتساب قامي ادارې (نېب) دفتر نه د لاهور سروسز هسپتال ته د علاج لپاره منتقل کړل شو.

د اکتوبر پر ۲۵ مه لاهور های کورټ په چودري بورې يا شوګر مل قضيه کې نواز شريف په طبي بنيادونو په ضمانت خوشې کړ او د نومبر پر ۲۹مه اسلام اباد های کورټ په العزيزيه سټيل مل قضيه کې د نوموړي سزا تر اتوو اونيو لپاره وځنډوله.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG