د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان حکومت محسن داوړ اسلام اباد ته ستون کړی


محسن داوړ په پارلېمان کې خبرې کوي - انځور له ارشيفه
محسن داوړ په پارلېمان کې خبرې کوي - انځور له ارشيفه

د بلوچستان حکومت د ممکنه بریدونو د کېدو د دليل په وړاندې کولو سره د ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) مشر او د قامي اسمبلۍ پخوانی غړی محسن داوړ له کوټې څخه اسلام اباد ته ستون کړی دی.

داوړ د نومبر پر نهمه پر اېکس، چې پخوا یې نوم ټوېټر وو، ليکلي چې د کوټې او چمن انتظامیې ورته د چمن په پرلت کې د ګډون اجازه ور نه کړه. هغه په دې اړه د حکومتي حکمونه نشر کړي دي او وايي چې تر دې مخکې په باجوړ کې د خپل ګوند یوې جلسې ته هم نه وو پرېښوول شوی. داوړ زیاته کړې چې د چمن د پرلتوالو ملاتړ کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په چمن کې د سوداګرو، سیاستوالانو، فعالانو او مزدورانو پرلت له درو اوونیو راهیسې روان دی. پرلتوال وايي د چمن او سپین بولدک ترمینځ د خلکو تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې حکومتي شرط نه مني.

د کوټې د پولیسو مشر د هغه ښار انتظامي مشر یا ډېپټي کمېشنر ته په استولي لیک کې ویلي دي چې له معتبرو سرچینو یې معلومات ترلاسه کړي دي چې د محسن داوړ د ورتګ په صورت کې امنیتي ګواښونه دي نو ځکه باید هېڅ سیاسي غونډه و نه کړي. ورته نوټيفيکېشن یا فرمان د چمن د انتظامي مشر دفتر هم خپور کړی چې یو نقل یې له مشال راډيو سره شته دی.

ملي‌جمهوري غورځنک په یو بیان کې ويلي چې چارواکو تر دې وروسته محسن داوړ او ځيني نور ملګري یې اسلام اباد ته ستانه کړل.

د هغه ګوند د بلوچستان وياند اېمل خان ناصر رسنیو ته په لېږدولې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې په کوټه کې یې پولیسو د مرکزي عمومي سېکرټر مزمل شاه کور محاصره کړی وو. د هغه په وينا، هلته محسن داوړ موجود وو چې وروسته ورته وويل شول چې هغه د چمن په پرلت کې ګډون نه شي کولی.‌

د بلوچستان حکومت د ملي جمهوري غورځنګ د دې دعوې په غبرګون کې څه نه دي ويلي.

په چمن کې د تاجرانو اتحاديې او سياسي ګوندونو د اکتوبر له ۲۱مې راهیسې پرلت ته دوام ورکړی دی. دوی غوښتنه کوي چې چارواکي دې د چمن او سپين بولدک ترمينځ پر دروازه خلکو ته د پخوا په شان پر پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې د تګ راتګ اجازه ورکړي.

دوی له افغانستان سره د سوداګرۍ او تګ راتګ لپاره د پاکستان د حکومت د پاسپورټ او ویزې لازمي کېدو شرط رد کړی او وايي دا کار د سيمې زرګونه کسان بې روزګاره کوي نو ځکه بايد حکومت خپله پرېکړه واخلي.

په پرلت کې شامل زیاتره کسان پنډیان یا ګنډې وړونکي دي چې ځايي خلک یې لغړیان بولي. دوی دريځ لري چې هره ورځ څو څو ځل د د ګنډو وړلو لپاره افغانستان ته اوړي نو هر ځل ورته د وېزې لګول او پاسپورټ کارول ممکنه نه دي.

خو د پاکستان نګران حکومت ويلي چې د نومبر له لومړۍ نېټې وروسته هېڅوک د پاکستان او افغانستان ترمنځ بغير له پاسپورټ او وېزې سفر نه شي کولی. د چمن له پرلتوالو سره د هغه ځای د انتظامیې، صوبايي نګران حکومت او د پوځ ځايي مشرانو او چارواکو مذاکرات کړي دي خو لا نتيجې ته نه دي رسېدلي.

XS
SM
MD
LG