د لاسرسي ځای

تازه خبر

منظور پښتین: پاکستان له پښتانه قام سره توپیري چلند کوي


د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د نومبر پر ۲۸مه په کوټه کې د غورځنګ ولسي غونډې ته وینا وکړه.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د نومبر پر ۲۸مه په کوټه کې د غورځنګ ولسي غونډې ته وینا وکړه.

پښتون ژغورنې غورځنګ د خپلو بندي غړو د خوشي کولو لپاره د پیل کړې احتجاجي لړۍ په سلسله کې د نومبر پر ۲۸مه د بلوچستان د مرکزي ښار کوټې په هاکي میدان کې پراخه ولسي غونډه وکړه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین دې جلسې ته د وینا په پیل کې ریاست په دې تورن کړ چې د ده په وینا له پښتون قام او پښتون ژغورنې غورځنګ سره توپیري چلند کوي.

ده وویل، پاکستان د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښان او غړي په زندان کې اچولي او له سخت دریځو ډلو سره روغې کوي.

ده وویل، "علي‌ وزیر، حنیف پښتین ،اویس ابدال او نور په دې تور په زندان کې دي چې د پاکستان ادارو ته یې بد ویلي دي خو د هغه تحریک لبیک پاکستان ټول غړي یې خوشي‌ کړل شي پر هم دې ادارو یې د کفر فتواوې لګولې وې."

منظور پښتین له تحریک طالبان پاکستان سره د پاکستاني‌ حکومت پر تړون هم پوښتنې راپورته کړې.

ده وویل، "چې له ټوپک ګرځوونکو سره دې تړون کړی او له هغوی سره دې خپلوي‌ ده نو بیا دا چیک پوسټونه د څه لپاره دي‌ او پر دې چیک پوسټونو په درول کېدونکو بسونو کې په چا پسې ګرځئ؟"

د پښتون ژغورنې غورځنک مخکښ علي وزیر
د پښتون ژغورنې غورځنک مخکښ علي وزیر

منظور پښتین وویل چې د پاکستان عدلیه وايي چې ازاده ده نو د ده په وینا، که ازاده وي‌ نو دې د پښتنو په مسلو کې دلچسپي‌ واخلي او هغوی ته دې انصاف ورکړي.

نوموړي‌ د افغانستان په اړه وویل چې د نړۍ د ځواکمنو ناسمو تګلارو دا هیواد له لویې تباهۍ سره مخامخ کړی دی.

ده وویل چې یو پلو په افغانستان کې حالات خراب شو نو بل پلو دلته پاکستان ورته دروازې وتړلې او د افغانستان د خلکو پخې میوې یې هم هلته خرابې کړې.

ده وویل، "په دې صوبه کې د اسد خان اڅکزي، عبیدالله کاسي، ارمان لوڼي، هزاره ګانو او بلوڅانو قاتلان ازاد ګرځي خو د امن لپاره د غږ پورته کوونکي‌ پښتون ژغورنې غورځنګ پر مشرانو او غړو بندیز دی."

ده وویل چې پښتون ژغورنې غورځنګ د پښتنو ترمنځ تړون جوړوي نو ځکه د ده په وینا، نن له وزیرستان، خیبر ، مردان او نورو سیمو خلک په کوټه کې جلسو ته راځي.

د عوامي نشنل ګوند صوبايي مشر اصغر خان اڅګزی
د عوامي نشنل ګوند صوبايي مشر اصغر خان اڅګزی

د پښتون ژغورنې غورځنګ په دې جلسه کې د ملتپالو سیاسي ګوندونو استازو، د لادرکه بلوڅانو لپاره مبارزه کوونکو، وکیلانو او په زرګونه عام ولس ګډون کړی وو.

د عوامي‌ نشنل ګوند د بلوچستان صوبايي مشر اصغر خان اڅکزي وویل چې انصاف غوښتل د انصاف غوښتل د هر انسان حق دی.

ده وویل، "موږ دا نه وایو چې علي وزیر او نور ملګري د خوشي‌ کړل شي بلکې موږ وایو چې دا کسان د ایین له مخې دا حق لري چې د انصاف غوښتنه وکړي."

اصغر خان اڅکزي زیاته کړه چې په پاکستان کې دې په هره برخه کې له پښتون قام سره انصاف وشي.

ده زیاته کړه چې که انصاف وشي‌ نو یوازې د چمن او تورخم پولې امدن د پښتون وطن بې وزلۍ ختمولای شي.

نوموړي‌ دا هم وویل چې تل یې په بلوچستان صوبه کې د پښتون ژغورنې مرسته او ملاتړ کړی دی.

په کوټه کې د پښتون ژغورنې غوځنګ د جلسې عکس
په کوټه کې د پښتون ژغورنې غوځنګ د جلسې عکس

د پښتونخوا ملي عوامي‌ ګوند د وژل شوي‌ مخکښ عثمان خان کاکړ زوی خوشال خان کاکړ هم دې جلسې ته وینا وکړه.

ده وویل چې پښتون ژغورنې غورځنګ د جنګ ضد او د امن لپاره جوړ شوی او په پښتون وطن کې د امن او سوکالۍ لپاره مبارزه کوي.

خوشال خان کاکړ زیاته کړه چې دې غورځنګ د ملک په ټولو لویو ښارونو کې پراخې جلسې او لاریونونه کړي‌ او هیڅ زیان یې نه دی اړولی.

خو د ده په وینا، پاکستاني ریاست پر دې سربېره د دې غورځنګ په لسګونه غړي وژلي او په سلګونه یې په زندانونو کې اچولي دي.

نوموړي‌ پر ریاست له دې کبله نیوکې وکړې چې له تحریک طالبان پاکستان سره خبرې کوي او علي وزیر او د غورځنګ نور غړي یې بندي کړي دي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند استازی خوشال خان کاکړ
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند استازی خوشال خان کاکړ

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او د چنوبي وزیرستان پارلماني‌ استازی د ۲۰۲۰م کال له دسمبره بندي دی او زیاته موده یې د کراچۍ په زندان کې تېره کړې ده.

هغه د ۲۰۲۰ز کال د دسمبر پر ۱۶مه د پېښور پوليسو د سیند حکومت په خواست په دې تور نیولی وو چې د ۲۰۲۰م کال د دسمبر پر ۶مه یې د کراچۍ په سهراب ګوټ کې جلسې ته په وینا کې د ریاست ضد خبرې کړې وې.

خو پښتون ژغورنې غورځنګ د پوليسو دغه تورونه بيا بيا رد کړي او وايي چې دوی له قانونې او پرامنه لارې د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي.

د علي‌ وزیر تر څنګ د پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمېر نور غړي هم له ډېرې مودې راهسې په بېلا بېلو زندانونو کې بندي دي.

د غورځنګ مشر منظور پښین د خپلو ملګرو راخوشي کولو لپاره د نومبر پر اتمه د احتجاجي‌ لړۍ اعلان کړی وو.

د هغه له اعلان کړې لړۍ سره سم پښتون ژغورنې غورځنګ د نومبر پر ۱۴مه په کراچۍ، پېښور او کوټه کې لويې احتجاجي مظاهرې وکړې.

دوی د پاکستان له حکومته غوښتنه وکړه چې د قامي اسمبلۍ غړي علي وزیر په ګډون د غورځنګ ټول نيول شوي غړي او پلویان دې ژر تر ژره خوشې کړل شي.

په دې مظاهرو کې د عوامي نيشنل ګوند او پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړي او یو شمېر مخکښان هم شامل وو.

ټاکل شوې ده چې پښتون ژغورنې غورځنګ له دې وروسته د دسمبر پر ۱۲مه په ټانک او د دسمبر پر ۱۹مه نېټه په کراچۍ کې احتجاجي جلسې کوي.

تر هغه وروسته به پښتون ژغورنې غورځنګ د دسمبر پر ۲۶مه د سيند اسمبلۍ مخې ته احتجاجي پرلت وهي.

د غورځنګ مشر منظور پښتین اعلان کړی چې که د هغه پرلت پر مهال په لس ورځو کې علي وزیر او د غورځنګ نور غړي خوشي نه شول نو به له کراچۍ د بلوچستان پر لور او له هغه ځایه د خیبر پښتونخوا له لارې د اسلام اباد پر لور اوږد لاریون پیلوي.

د پاکستان حکومت او پوځ پښتون ژغورنې غورځنګ د ملک ضد راپورته شوی تحریک بولي او تور پورې کوي چې ګواکې دا خلک د ملک دښمن قوتونو پر ایجنډا روان دي. خو غورځنګ دا تور ردوي.

XS
SM
MD
LG