د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوهستان کې د جينکيوو ۹۰ فېصده سکولونه غېرفعال دي: راپور


په کوهستان کې د شېشل کلي د جينکيوو سکول
په کوهستان کې د شېشل کلي د جينکيوو سکول

په پاکستان کې یوه غیر سرکاري اداره، نيدا (National Integration and Development Association) په يوه سروې راپور کې وايي چې د کوهستان په دریو ضلعو کې د ۲۰۰۵ کال زلزلو او د ۲۰۱۰کال سیلابونو وران کړي ډېری سکولونه لا تر اوسه فعاله نه دي.

د اپريل په پنځمه له مشال رېډيو سره په خبرو کې د یادې ادارې صوبايي مشر ضیا فاروقي وويل چې د دې سکولونو د نشتوالي له امله په زرګونو ماشومان له زده کړو بې برخې دي. د هغه په خبره په ۲۰۰۵ کال کې د زلزلو کړې نقصان د بیا بحالۍ ادارې، اېرا، د سکولونو زیانمنې شوې ودانۍ د بیا جوړولو په نيت ورانې کړي خو د رغونې دا کار یې ونه کړ. ((د دا ډول سکولونو شمېره ۳۵۵ وه. اېرا دا یو سکول هم نه دی جوړ کړی. بیا چې کله په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۶ کال کې سېلابونه راغلل نو زموږ ادارې د ۲۰ سکولونو لپاره عارضي سرپناوې جوړې کړي. لس مو دا کال جوړ کړي خو دا کافي ځکه نه دي‌چې زموږ د راپور ترمخه دلته د جينکيو ۹۰ فېصده سکولونه غېرفعاله دي.))

۳۵۵ سکولونه ويجاړ شول. حکومت د وعدو باوجود یو هم نه دی جوړ کړی
ضیافاروقي

خو حکومتي چارواکي وايي اوس په کوهستان کې د تعليم لپاره کار ته زیات پام اړول شوی چې له وجې به سکولونو ته د ماشومانو ستنېدل زیات شي. د بر کوهستان د تعليم محکمې ضلعي مشر محمد امين وايي د جينيکو په سلو سکولونو کې ۵۴ سکولونه په هر حوالې سره فعال دي. هغه د اپرېل په پينځمه مشال راډيو ته وويل: ((۶۴ نور سکولونه بند دي. وجه یې دا ده چې يا پوره استادان نشته، يا یې ودانۍ سمه نه ده او يا په سکولونو کې د زده کوونکو شمېر کم دی. د ماشومانو کمی د کورونا وایرس له وجې دی. موږ تر ]يو څه ځنډ وروسته [په دې میاشت کې د عامه پوهاوي کمپاين پېلوو چې خلک وهڅوو چې ماشومان په سکولونو کې داخل کړي.))

په کوهستا کې د پالس کولۍ ضلعي تعليمي حالت هم ښه نه دی. چارواکي یې هم مني ‌چې ستونزې ډېرې او د کوښښونو باوجود مسايل نه دې حل شوې. د دې ضلعې د تعليم محکمې مشر مفتي محمود د اپريل په پنځمه مشال راډيو ته وويل د زلزلو او سیلابونو له امله چې څومره سکولونه تباه شوي ول د هغې په بیا رغونې او بحالۍ يو فی صدي کار هم نه دې شوې. ((د هلکانوپه ۱۷۰ سکولونو کې ۶۵ سکولونه ودانۍ نه لري. دا نور سکولونه هم مرمت غواړي او یا يې عمله نشته دا راز د جينيکو په ۷۵ سکولونو کې ۳۵ سکولونه ودانۍ نه لري.))

د کوز کوهستان د تعلمي‌محکمې مشر هم د ورته ستونزو یادونه کوي. محمد حکيم د اپرېل په پينځمه مشال رېډيو ته وويل چې دغلته د جينيکو ۹۲ سکولونه دي چې ۴۲ یې ودانۍ نه لري.

د تعليم لپاره کار روان دی خو د جينکيوو سکولونه به وروسته جوړوو
محمد دیدار

د خېبر پښتونخوا په صوبايي‌اسمبلۍ کې د کوهستان استازی، محمد ديدار وايي دا ستونزې یې د وزیراعلی سره شریکې کړې دي. هغه د اپرېل په پينځمه مشال رېډيو ته وويل چې د سکولونو د رغولو کار پېل شوی خو په بشپړولو به یې وخت لګي.

نوموړي زیاته کړه: ((ما په ذاتي توګه وزیر اعلی ته خواست کړی چې یا خو دې څه ځانګړې مالي ګرانټ سیمې لپاره منظور کړي او یا دې ورته ځانګړې حيثيت ورکړي. د جينيکو سکولونه به وروسته جوړوو. د جنيکو د تعليم په اړه سیمه کې ډيره تنګ نظري ده. په ټولنه کې خلکو يو روايت جوړ کړی چې کله جينۍ د ۷ يا ۸ کالو شي نو بیا یې له کوره بهر نه پريږدي. دا زموږ بد قیسمتي ده.))

XS
SM
MD
LG