د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خيبر پښتونخوا کې "اتلس لکه ماشومان سکولونو ته نه ځي"


دا د يوې پخوانۍ مظاهرې تصویر دی چې له تعليمه بې برخې ماشومان پکې له حکومته د زده کړو سهولت غواړي
دا د يوې پخوانۍ مظاهرې تصویر دی چې له تعليمه بې برخې ماشومان پکې له حکومته د زده کړو سهولت غواړي

بلیو وینز په نامه یوه غیر سرکاري اداره وايي په خیبر پښتونخوا کې د سکول د عمر خوا اوشا ۱۸ لکه ماشومان له سکولونو بهر دي چې پکې ۶۴ فیصده یې جينکۍ دي.

د بلیو وینز مشر قمر نسیم وايي د جینکيوو د تعلیم پرمختګ په موضوع د مې میاشتې په ۳۱ مه د خیبرپښتونخوا اسمبلۍ د ښځینه غړیو ډلې يا Women Parliamentary Caucus یوه لویه غونډه کړې وه چې پکې ده هم ګډون کړی وو. نوموړی وايي د غونډې په پای کې د حکومت او اپوزیشن ګوندونو ټولو ښځینه غړیو یو سند لاسلیک کړ چې پکې یې د خپلو ګوندونو په استازیتوب ژمنه وکړه چې د جینکیوو د تعلیم د ودې لپاره به فعال کردار ادا کوي. ((د دې په نتیجه کې په صوبايي اسمبلۍ کې دوه قراردادونه هم جمع کړل شوي چې پکې له حکومته په راتلونکي بجټ کې د داسې ځانګړو منصوبو شاملولو غوښتنه شوې چې ورسره په دې صوبه کې د جینکیوو تعلیم وده وکړي.))

د قمر نسیم په وینا په دغه غونډه کې وويل شول چې د قبایلي ضلعو جينکيوو ته ډير پام وکړي.

د دې صوبې په اسمبلۍ کې ۲۶ چوکۍ ځانګړې شوې دي. له دوی څخه د حکومت او اپوزیشن غړې د Women Parliamentary Caucus برخه دي. دا ډله د ښځو د حقونو لپاره د کار تر په ترڅ کې د جينکيوو د تعليم لپاره فعاله ده.

د عوامي نېشنل ګوند استازې شګفته ملک یې هم غړې ده. هغې د جون په ۱۳ مه مشال رېډیو ته وویل چې د دې ډلې له لارې یې د صوبې خزانې وزیر سره ملاقات وکړ چې په بجټ کې د ښځو د تعليم لپاره پېسې ځانګړې کړي. ((موږ غوښتنه وکړه چې په بجټ کې دې د جینکيوو لپاره اویا فیصده برخه برقرار وساتي. په دې لړ کې ما یو قرارداد هم جمع کړی چې په بجټ کې دې د جینکو لپاره په سکولونو کې دننه او بهر ټولې مسلې حل کړل شي او ورسره دې په جدید طریقو د استاذانو تربیت هم وشي.))

په دې هکله د متحده مجلس عمل غړې حمیرا خاتون وايي په خیبر پښتونخوا کې په لوی شمېر کې د جینکيو له زده کړو بې برخې پاتې کېدو تر شا د سکولونو لیرې والی او پکې د سهولتونو کمښت دی. د هغې په وينا د دې مسلو د حل لپاره وخت په وخت په اسمبلۍ کې غږ پورته کوي: ((له کورونو د سکولونو ليرې والي له امله څوک سکولونو ته جينکئ يوازې نه استوي. نو د داسې جینکيوو لپاره دې حکومت د ټرانسپورټ بندوبست وکړي. او دویمه ستونزه دا ده چې په اکثرو سیمو کې د جینکيوو لپاره له پنځم ټولګي يا کلاس نه پورته سکولونه نشته نو ځکه له جینکیوو تعلیم پاتې شي. ما په اسمبلۍ کې ویلي چې حکومت دې دا مسله حل کړي.))

په صوبايي‌اسمبلۍ کې د حکمران تحريک انصاف غړي وايي چې حکومت له تعليمه د بې برخو جينکيوو د مسلې د حل لپاره هلې ځلې کوي. په اسمبلۍ کې د دې ګوند او د ښځینه غړو د ډلې د اطلاعاتو سیکريټرې ساجدې بي بي د جون په ۱۳ مه مشال رېډیو ته وویل چې د خیبر پښتونخوا د پلاننګ د څانګې مشر ته یې وړاندیز کړی چې حکومت دې سکولونو ته د جینکو د تګ راتګ لپاره په لویو ښارونو کې د بسونو، په ښارګوټو کې د وړو ګاډو او په کلیو کې د رکشو بندوبست وکړي. ((په کومو سیمو کې چې د جینکيوو شمېر زیات او سکولونه ليري وي، هلته دې نوي سکولونه جوړ کړي. د دې سره به په سکولونو کې د جینکيوو زده کوونکیو شمېر زیات شي.))

ساجدې بي بي زیاته کړه چې صوبايي حکومت له تیرو دوو کلونو راهیسې د تعلیم د پرمختګ لپاره مختص شوي بجټ کې اویا فیصده د جینکیوو د تعلیم د ودې لپاره لګوي او تمه ده چې په دې بجټ کې هم دغه تناسب برقرار وساتي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG