د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې زده کوونکو د استادانو غیرحاضرۍ او کمښت ضد لاریون کړی


د ۲۰۲۲ز کال په سېپټېمبر کې د شمالي وزیرستان په شوه کې زده کوونکو د استادانو کمښت ضد احتجاج کړی.
د ۲۰۲۲ز کال په سېپټېمبر کې د شمالي وزیرستان په شوه کې زده کوونکو د استادانو کمښت ضد احتجاج کړی.

د شمالي وزیرستان په سپینوام کې زده کوونکو او د هغوی پلرونو په ښوونځیو کې د استادانو د غیرحاضرۍ او ناکافي شمېر پرضد احتجاجي لاریون کړی دی.

د سیمې اوسېدونکو او زده کوونکو د مارچ پر دویمه د لاریون پر مهال د تعلیم ادارې او انتظامیې له چارواکو وغوښتل چې مسله دې یې ورحل کړي.

د سیمې یوه اوسېدونکي لیاقت وزیر مشال راډیو ته وویل، په بیا بیا یې د تعلیم محکمې چارواکو ته خپل غږ رسولی دی خو ډېری ښوونکي کار ته نه حاضرېږي چې ورسره د ماشومانو زده کړې اغېزمنېږي. "موږ په بیا بیا احتجاجونه کړي دي او [د ضلعې له تعلیمي افسر] اي ډي او سره مو ملاقاتونه کړي دي. هغه ټیم چې راغلی وو د تعلیم [ادارې] له طرفه، نو د هغوی اندازه ده چې له ۵۰ څخه تر ۶۵ پورې استادان داسې دي چې ډیوټي یې په سپینوام کې ده خو کار ته نه ځي."

په لاریون کې شاملو یوشمېر زده کوونکو هم مشال راډیو ته تایید کړه چې ښوونځي ته ځي خو ښوونکي یې نه ورځي او دوی ټوله ورځ په لوبو تېروي.

د سپینوام مېډل سکول د پینځم ټولګي یوه زده کوونکي حکمت الله وویل، "موږ قلم غواړو، رڼا غواړو. د تیارو پر لوري روان یو. خواست کوو چې سکولونه دي راته فعال کړي."

یوشمېر نورو زده کوونکو وویل، د استادانو کمښت له کبله یې ځینې سکولونه بند پراته دي.

د شمالي وزیرستان د تعلیم ادارې مشر محب الله داوړ له مشال راډیو سره په خبرو کې د ښوونکو د کمښت ستونزه ومنله خو و یې ویل چې له نویو ګومارنو سره د هغو استادانو ضد اقدامات کوي چې ټولګیو ته نه حاضرېږي.

ده د ماشومانو پر وخت ضایع کېدو د خواشینۍ څرګندونه وکړه او زیاته یې کړه چې له غیرحاضره استادانو څخه په تنخا کې پیسې ګرځوي.

هلته د شمالي وزیرستان انتظامي مشر ریحان ګل خټک هم مشال راډیو ته وویل چې د تعلیم ادارې مشرانو ته یې په سپینوام کې د ښوونځیو د پوره فعالولو امر کړی دی.

په شمالي وزیرستان کې تر دې مخکې هم زده کوونکو، د هغوی د کورنیو غړو او فعالانو په ښوونځیو کې د اسانتیاوو نشتوالي، د استادانو کمښت او د هغوی غیر حاضرۍ پر ضد مظاهرې او لاریونونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG