د لاسرسي ځای

تازه خبر

مومندو کې ړنګ سکولونه به ژر د یو اېس اېډ په مرسته ورغول شي


په مومندو کې د یو ایس ایډ په مرسته په اوویشت سکولونو د بیا جوړونی کارونه لنډو ورځو کې پیلېږي.

دا په هغه یو سل دېرش سکولونو کې شامل سکولونه دي، چې له تېرو دولسو کالونو راهیسې وسله والو په بېلا بېلو وختونو کې په باروتو ړنګ ړنګولي ول.

په دغه کې پنځه اتیا سکولونه تعلیم محکمې، پاکستان پوځ او ځینو پکې غیر سرکاري تنظیمونو له وړاندې جوړ کړي هم دي. د امریکا مرستندویه ادارې یو ایس ایډ په مرسته جوړېدونکو سکولونو کې لس د جینکو او اوولس د هلکانو دي.

ستار خان د مومندو د تعلیم محکمې چارواکی دی وايي چې نوي جوړېدونکي سکولونه شپږ شپږ کوټې لري، ودانۍ یې پراخې او دوه چتیزه دي.

نوموړی زیاتوي کله چې د یو اېس اېډ په مرسته سکولونه تیار شي نو دوی به ورته د عملې او نورو ضرورتونو بندوبست کوي او پیلوي به یې.

مومندو کې ورانې کړې تعلیمي ودانۍ

په مومندو کې د سکولونو علاوه یو سرکاري ډګري کالج لکاړو او هم په هلته د جینکو او استادانو یو هاسټل هم وسله والو ړنګ کړی وو.

په دې کې حکومت ډګري کالج بیرته فعال کړی او نن وختونه پکې زده کونکي تعلیم حاصلوي. په ړنګو سکولونو کې یواځې ساپو تحصیل کې دوه شپیته سکولونه ول، چې دغه شمېره د مومندو تر نورو ټولو تحصیلونو زیاته وه، ځینې سکولونه پکې نن هم ړنګ پراته دي.

مومندو کې ماشومان پر ډاګ زده کړې کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:54 0:00

فضل ودود ساپی وايي، د دوی د تحصیل آبادي هم د مومندو تر ټولو تحصیلونو زیاته ده. باید دلته سکولونه واپس جوړ هم شي او شمېره یې زیاته شي.

"که دا سکولونه جوړ شي، نو دا به د عوامو د سهولت لپاره هم ډېر ښه ګام وي، دلته یواځې د ساپو سیمې په الینګار، چمرکنډ او شیخ بابا کې سکولونه نه شته."

د مومندو په بایېزو تحصیل کې تر ټولو کم سکولونه دي، زیاتره پکې وسله والو ړنګ کړي ول، نادر منان کوډاخیل د بایېزو قامي مشر دی. نوموړی وایی چې دلته نن په شمار څلور یا پنځه پرایمري سکولونه فعال دي، مډل لکه تر اتم یا های لکه تر لسم ټولګیو پورې سکولونه یې په تحصیل کې تر دی دمه نه شته.

د بایېزو تحصیل له سرحدی پولې سره لګېدلی دی چې د ولس یې ځکه هم لږ دی چې د بچو په تعلیم پسې پېښور، پینډۍ، لاهور او نورو سیمو ته کډه شوي دي.

پر ډاګ ناست د مومندو اکرب ډاګ ښوونځي ماشومان
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:09 0:00

نادر منان کوډاخیل زیاتوي چې ډېری کډوال خپلو سیمو ته ستنېدل غواړي خو د سکولونو د نه شتون له وجې پښه نیولي دي:

" نړۍ سپوږمۍ ته وختله او موږ لاهم نه سکولونه او نه تعلیمي ادارې لرو. نو څوک به خپل بچي د پېښور، پنډۍ او نورو سیمو له سکولونو وباسي او مومندو ته به یې راولي، ځکه دلته یا سکول نه شته، که شته نو هغه پرایمري دی او استادان یې هم پوره ډیوټي نه کوي."

د مومندو تعلیم محکمې په وینا چې ۲۰۲۱ز کال د ټولو ړنګو سکولونو د بیا-رغونې موده ټاکل شوې وه خو ممکنه نه ده چې په دغه ټاکلې موده دې ورغول شي.

ستار خان وایی، د یو ایس ایډ سکولونه به په لنډو ورځو کې ټېنډر او ټیکېدار ته د ودانولو لپاره وسپارل شي. نوموړی زیاتوي چې د یو اېس اېډ سکولونه د مومندو په ټولو تحصیلونو کې جوړېږي خو زیات شمېر یې په ساپو او خوایېزو بایېزو کې دي.

XS
SM
MD
LG