د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي ټي اېم وايي پولیسو او ناپېژندليو کسانو د غورځنګ د کراچۍ مشر نور الله ترین نیولی دی


نور الله ترین په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر دی ـ پخوانی انځور.
نور الله ترین په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر دی ـ پخوانی انځور.

پښتون ژغورنې غورځنګ ویلي دي چې پولیسو او په ساده جامو کې خلکو د غورځنګ د کراچۍ مشر نورالله ترین له ځان سره بیولی دی.

په کراچۍ کې د غورځنګ یو مشر محمد الله مسید د اکتوبر پر پینځمه مشال راډیو ته وویل چې هغو کسانو د اکتوبر پر څلورمه شپې ناوخته په سهراب ګوټ کې د ترین پر کور چاپه ووهله او له هغه وخت راهیسې یې هېڅ درک نه لګي.

مسید زیاته کړه، "پولیس او ورسره په سېول (ساده) کپړو (جامو) کې خلک راغلل او دی یې پورته کړ. موږ دلته متعلقه تاڼې او ورسره د [پولیسو ځايي مشرانو] ته ورغللو خو دوی موږ ته تر اوسه پورې هېڅ معلومات نه دي راکړي چې نور الله [ترین] چېرې، له چا سره او په کوم ځای کې دی؟"

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د اکتوبر پر پینځمه پر اېکس، چې پخوانی نوم یې ټوېټر وو، په بیان کې له چارواکو غوښتي دي چې ترین دې ژرترژره خوشې کړي.

د سهراب ګوټ د پولیسو مشر عزیز احمد مشال راډیو ته وویل چې د ترین کورنۍ د هغه د ورکېدو په اړه ورسره رپورټ دایر کړی دی چې د موندلو هڅې یې کوي.

پولیسو تر دې مخکې په جولای کې هم نورالله ترین او د هغه یوشمېر ملګري عامه نظم ته د زیان رسولو په تور نیولي ول چې بیا یې په عدالتي امر خوشې کړل.

تر هغې وړاندې په ۲۰۱۸ز او ۲۰۱۹ز کال کې هم پولیسو ترین او یوشمېر ملګري یې نیولي ول چې بیا یې په ضمانت خوشې کړل.

دپي ټي اېم کراچۍ غړی هدايت الله پښتين وايي، په کراچۍ کې د افغانانو نیول روان دي او نورالله ترين او د غورځنګ نورو ملګرو د هغې عمل خلاف خپله مبارزه جاري ساتله او پر سیند پولیسو او مرکزي حکومت يې غږ کړی وو چې له افغان کډوالو سره ناروا چلند بند کړي. پښتین وایي، ښایي ترین په دغه وجه پولیسو نیولی وي.

په وروستیو کې پولیسو او امنیتي ادارو په کراچۍ او د پاکستان په نورو برخو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یوشمېر فعالان نیولي چې ځینې یې په ضمانتونو خوشې کړي دي.

د اګست پر ۱۸مه په اسلام اباد کې تر جلسې وروسته د پښتون ژغورنی غورځنګ مخکښ علي وزیر او نور فعالان ونیول شول چې د سېپټېمبر تر ۱۹ مې په زندان کې ول او بیا پر ضمانت خوشې شول.

دا راز د غورځنګ یو شمېر غړي په بېلا بېلو تورونو نیول شوي چې لا هم په زندانونو کې دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، د ناامنۍ پرضد او د پښتنو د حقونو خوندیتوب لپاره سوله ییزه او له قانون سره سمه مبارزه کوي. دوی د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې مظاهرې کړې او پر امنيتي ځواکونو یې غږ کړی چې په وسلوالو کې دې ښه او بد نه ګوري. د پاکستان پوځ دريځ لري چې د ترهګرو پر ضد بې توپيره مبارزه کوي.

XS
SM
MD
LG