د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوليسو د پي ټي اېم کراچۍ مشر نور الله ترين د يوې مياشتې لپاره زندان ته لېږلی دی


د پښتون ژغورنې غورځنګ کراچۍ مشر نورالله ترين څو ځلې پوليسو زنداني کړی دی ــ پخوانی انځور
د پښتون ژغورنې غورځنګ کراچۍ مشر نورالله ترين څو ځلې پوليسو زنداني کړی دی ــ پخوانی انځور

د کراچۍ پوليس وايي د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د کراچۍ مشر نور الله ترين يې د عامه نظم خرابولو په تور نيولی دی.

د کراچۍ د سهراب ګوټ پوليسو مشر، اېس اېس پي عزيز احمد د اکتوبر پر نهمه مشال راډيو ته وويل، ترين يې د سيند د کورنيو چارو محکمې په امر د قانون د ۳ اېم پي او مادې لاندې نيولی او د يوې مياشتې لپاره يي د کراچۍ مرکزي زندان ته اچولی دی.

پوليسو تور پورې کړی چې نور الله ترين د کراچۍ په سهراب ګوټ سيمه کې د حالاتو خرابولو هڅه کړې وه.

په کراچۍ کې د پي ټي اېم يو مخکښ محمد الله مسيد د اکتوبر پر نهمه مشال راډيو ته وويل چې نور الله ترين "نامعلومه کسانو" د اکتوبر پر څلورمه شپې مهال له خپل کوره پورته کړی وو.

د اکتوبر پر پينځمه د سهراب ګوټ پولیسو مشر عزیز احمد مشال راډیو ته ويلي ول چې د ترین کورنۍ د هغه د ورکېدو په اړه ورسره رپورټ دایر کړی دی چې پوليس يې د موندلو هڅه کوي.

د محمد الله مسيد په خبره، ترين په کراچۍ کې د افغان کډوالو د ځورونو پرضد غږ پورته کاوه. مسيد دا راز ويلي چې د خپل مشر د خلاصون لپاره به عدالت ته ځي او دا چې د افغان کډوالو د حقونو لپاره به مبارزه جاري ساتي.

د پاکستان حکومت په هغه هېواد کې بې اسنادو بهرنيو وګړو ته د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې له هغه هېواده د وتلو امر کړی ګنې وروسته به يې جايدادونه ضبطېږي او په زوره به ايستل کېږي.

د سيند حکومت د اکتوبر پر نهمه وويل چې ۱،۸۰۰ افغان کډوال یې په پاکستان کې د استوګنې قانوني اسنادو نه لرلو په تور نيولي دي. خو په کراچۍ کې يو شمېر افغان کډوالو او د هغوی وکيلانو وکيلانو مشال راډيو ته ويلي چې پولیسو اسناد لرونکي افغانان هم نيولي دي. وکيلانو تور پورې کړی چې پولیس د پیسو لپاره افغان کډوال نیسي، خو پوليسو دغه تور رد کړی دی.

پولیسو تر دې مخکې په جولای مياشت کې هم نور الله ترین او د هغه یوشمېر ملګري عامه نظم ته د زیان رسولو په تور نیولي ول چې بیا یې په عدالتي امر خوشې کړل.

تر هغې وړاندې په ۲۰۱۸ز او ۲۰۱۹ز کال کې هم پولیسو ترین او یوشمېر ملګري یې نیولي ول چې بیا یې په ضمانت خوشې کړل.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې پولیسو او امنیتي ادارو په کراچۍ او د پاکستان په نورو برخو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یوشمېر فعالان نیولي چې ځینې یې په ضمانتونو خوشې کړي دي.

د اګست پر ۱۸مه په اسلام اباد کې تر جلسې وروسته د پښتون ژغورنی غورځنګ مخکښ علي وزیر او نور فعالان ونیول شول چې د سېپټېمبر تر ۱۹ مې په زندان کې ول او بیا پر ضمانت خوشې شول.

دا راز د غورځنګ یو شمېر غړي په بېلا بېلو تورونو نیول شوي چې لا هم په زندانونو کې دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، د ناامنۍ پرضد او د پښتنو د حقونو خوندیتوب لپاره سوله ییزه او له قانون سره سمه مبارزه کوي. دوی د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې مظاهرې کړې او پر امنيتي ځواکونو یې غږ کړی چې په وسلوالو کې دې ښه او بد نه ګوري. د پاکستان پوځ دريځ لري چې د ترهګرو پر ضد بې توپيره مبارزه کوي.

XS
SM
MD
LG