د لاسرسي ځای

تازه خبر

د غزې پر ودانیو اسرایلي حملې په جنګي جرمونو کې شاملېدای شي: هیومن رایټس واچ


انځور له ارشيفه
انځور له ارشيفه

د انساني حقونو د څار نړیواله اداره، هیومن رایټس واچ وايي د غزې پر دنګو ودانیو اسرایلي بریدونه په جنګي جرمونو کې شاملېدای شي.

په یاده اداره کې د بحرانونو او شخړو څېړونکي رچرډ واییر د اګست پر ۲۳مه په یو بیان کې وویل، اسرایل سږکال د مې په میاشت کې پر غزه پټۍ هوايي بریدونو کې څلور دنګې ودانۍ تباه کړې چې داسې ښکاري پکې د جنګي قوانینو سرغړونه شوې ده.

د نوموړي په وینا د دغې تباهۍ له وجې هغه بې شمېره فلسطینیانو ته تاوان رسېدلی چې په دې ودانیو کې اوسېدل، کار روزګار یې کاوه او یا دغلته په دوکانونو کې سودا اخیستو ته ورغلي وو.

سږکال په مې میاشت کې د ۱۱ ورځو سختې جګړې پر مهال په غزه کې ۲۵۶ کسان او په اسرایل کې ۱۳ کسان وژل شوي وو. خو د مې پر ۲۱مه د مصر په هڅو اوربند شوی وو.

دا شخړه چې د مشرقي بیت المقدس نه شروع شوې وه پکې د غزه واکمنې اسلام پالې وسله والې ډلې، حماس پر اسراییل راکټونه وویشتل او بیا اسرایلو په غزه هوايي بریونه پیل کړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG