د خیبر پښتونخوا د ډېره اسماعيل خان په درازنده کې قومي مشرانو، سياستوالو، د ځوانانو تنظيمونو او ديني عالمانو د امن لپاره مظاهره او جرګه وکړه.
دا جرګه د اکتوبر په دویمه په پیرغونډۍ سیمه کې د شیراني قبيلې د مشرانو لخوا وربلل شوې وه چې پکې د بېلابېلو کليو او قامونو استازو ګډون پکې کړی وو. هغوی پر حکومت د زياتې شوې ناامنۍ د ختمولو او د وسلوالو پرضد د بې توپيره کاروايي غوښتنه وکړه.
جرګې په شريکه پرېکړه کې ويلي چې که امن پر ځای نه شو، نو هغوی به احتجاج پراخ او پرلت دوامداره کړي.
د شیراني قبيلې یو مشر مولوي محمد اسلام د جرګې په اړه مشال راډیو ته وویل: "دا جرګه د امن په باره کې وه، موږ په شریکه وویل چې له هغو خلکو سره به هېڅوک رابطه نه ساتي چې امن خرابوي. قام به په شریکه د هغو ډلو خلاف ولاړ وي. حکومت دې پر چیک پوسټونو زموږ د شیراني قام اهلکار په کار وګوماري او که حکومت خلکو ته تحفظ نه شي ورکولی نو بیا دې خلکو ته د ځان او مال د ساتنې لپاره په کور کې د وسلې ساتلو اجازه ورکړي."
په درازنده کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر نظیرالله افغان مشال راډیو ته وویل، دوی ځکه د امن لپاره جرګې جوړوي چې په دې وروستیو کې چې د هغوی په سیمه کې د "او جي ډي سي" په نوم د تېلو او ګېس کمپنۍ په کار پیل کړی دی، په خواوشا سیمو کې د ترهګرۍ پېښې هم ورسره سمې پیل شوې دي.
نوموړی وايي، څو ځلې وسلوالو د ګېس پر هغه کمپنۍ هم ډزې کړې دي نو ځکه هغوی د خپلې سیمې د پرامنه ساتلو په خاطر د امن جرګې پیل کړې دي.
خو د درازندې یو بل قومي مشر یونس خان شیراني مشال راډیو ته وویل چې د خلکو د ځان او مال د ساتنې مسوولیت د حکومت دی: "موږ خپله ریاست ته دا پیغام ورکوو چې د خپلو عوامو د ځان، مال او ابرو ساتنه دې وکړي، ځکه دا یې مسوولیت دی. پر عوامو باندې دې دا بوج نه اچوي چې هغوی دې پخپله دا کار وکړي."
مشال راډیو د درازنده سیمې د خلکو د دغو غوښتنو په اړه د ډېره اسماعیل خان له ډېپټي کمېشنر منصور ارشد سره د اړیکو نیولو هڅه وکړه خو هغوی زموږ اړیکه ځواب نه کړه.
دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا ګورنر غلام علي د اکتوبر پر دویمه په پېښور کې یوې غونډې ته ویلي وو، امنيتي ځواکونو د وسلوالو د ځپلو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي دي. هغه زیاته کړې وه چې ترهګري به بيا پراخېدو ته نه پرېږدي.
تر دې وړاندې د پاکستان حکومت او پوځ هم په بیا بیا ټینګار کړی دی چې ریاستي امنیتي ادارې د وسلوالو پرضد بې توپیره عملیات کوي او په تېرو کلونو کې یې په دې لړ کې بریاوې ترلاسه کړې دې.
د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر اختر حیات خان ګنډه پور د اګست پر ۱۱مه مشال راډیو ته ویلي ول چې د صوبې پولیسو او د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) په تېرو میاشتو کې د بېلابېلو وسلوالو ډلو یوشمېر غړي نیولي او پرضد یې عملیاتو ته دوام ورکړی دی.