د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات توتانو بانډې خلک له پوځه خپلې "نیول شوې" ځمکې غواړي


مظاهرچيان د کبل تحصيل له پوځي کيمپ سره نږدي راغونډ شوي ول.
مظاهرچيان د کبل تحصيل له پوځي کيمپ سره نږدي راغونډ شوي ول.

د سوات د کبل تحصيل د توتانو بانډې اوسېدونکو د فبرورۍ پر درېمه د یوې مظاهرې په ترح کې له امنيتي ادارو غوښتنه وکړه چې د هغوی ځمکه دې ورته واپس کړي.

مظاهرچيان د کبل تحصيل له پوځي کيمپ سره نږدي راغونډ شوي ول. د هغوی په خبره ۱۵ کاله وړاندې په ۲۰۰۸ز کال کې د سیمې د امنيت د ټینګولو لپاره پوځ او امنیتي ادارو د هغوی ۱۵۰ کناله زمکه نیولې وه.

مظاهره چیان وايي، په هغه ځمکه کې د ځینو خلکو کروندې او کورونه هم شامل دي او تر اوسه د پوځ په کنټرول کې دي. دوی وایي خپله دغه مسله یې څو وارې حکومت ته وړاندې کړه خو حل شوې نه ده.

مظاهرچيان د کبل تحصيل له پوځي کيمپ سره نږدي راغونډ شوي ول.
مظاهرچيان د کبل تحصيل له پوځي کيمپ سره نږدي راغونډ شوي ول.

د مظاهرې یو ګډونوال افتاب خان پرون مشال راډيو ته وويل چې امنيتي سرتېري د هغوی په ځمکو قبضه کړې ده. نوموړی وايي ماشومان یې په شته کورونو او ځمکه کې په پردیو کورونو کې پیدا، زلمي او لوی شول خو د هغوی د ځمکې مسله هواره نه شوه.

د مظاهرې یو بل مشر فضل اکبر مشال راډیو ته وویل، د هغه ۱۵ کناله ځمکه چې کور او کرونده هم پکې شامله ده، له تېرو ۱۱ کلونو راهیسې د پوځ په ولقه کې ده او د هغه په وینا، ورته کرایه هم نه ورکول کېږي. هغه وايي، اوس ورته دړکې ورکول کېږي چې ځمکه به یې سرکاري شي.

نوموړی وړاندې وویل، د سوات خلکو پوځ ته د چاوڼۍ لپاره ۳۰ زره کناله ځمکه په سیلګرام او کوزه بانډه کې ورکړېده نو پوځ له پکار دي چې هملته کیمپونو ته لاړ شي او د خلکو کورونه او کروندې دې پرېږدي.

د مظاهرې پر مهال مشرانو دا هم وویل چې که پوځ ورته خپلې ځمکې پرېنښودلې نو هغوی به د ماشومانو او مېرمنو سره راووځي او په نیول شوې ځمکه باندې به پرلت ووهي.

بلخوا د سوات ضلعې د پوليسو يو چارواکي شفيع الله ګنډاپور او د پوځ چارواکو ويلي دي چې د دغو خلکو د ځمکو کرايه يې زياته کړې ده او دغه مسله يې د سیمې پوځي چارواکو ته وړاندې کړې او خبرې پرې روانې دي.

XS
SM
MD
LG