د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لومړي ځل د پاکستان سپريم کورټ اورېدنه په ژوندۍ بڼه پر ټي وي نشر شوه


د پاکستان سپريم کورټ ودانۍ
د پاکستان سپريم کورټ ودانۍ

د پاکستان سپریم کورټ کې د چیف جسټس قاضي فایز عیسی په مشرۍ د ټولو ججانو جرګګۍ د سپریم کورټ پریکټس اینډ پروسیجر اېکټ ۲۰۲۳ م کال د قانون په اړه اورېدنه نېغ په نېغه له ټيليويژن نشر شوه.

د چیف جسټس په حېث د قاضي فایز عیسی دا اولنۍ اورېدنه ده. هغه د سیپتمبر پر ۱۷مه، پر دې دنده مقرر شوی دی. د سيپتمبر پر ۱۸مه، د دې مقدمې اورېدنه د پاکستان په تاريخ کې لومړۍ هغه ده چې پر ټيليويژن په ژوندې بڼه خپريږي.

سږکال د اپرېل پر ۱۰مه منظور شوي دې قانون کې زیات پام د چیف جسټس د سوموټو یا له خپل اړخه د اقدام واک کمولو ته شوی دی. د دې قانون ترمخه چیف جسټس به یوازې په کوم درخواست یا مسله له خپل اړخه نوټس نه شي اخیستی بلکې هغه پسې په دویم او دریم نمبر ججانو سره به پکې مشوره کوي.

بلخوا د سپریم کورټ د هغه وخت چیف جسټس عمر عطا بندیال په مشرۍ اته کسیزې جرګګۍ د اپرېل پر ۱۳مه د مسودې پرضد د دریو درخواستونو اورېدنه وکړه. هغه حکم وکړ چې پارلېماني بېل د عدلیې په ازادۍ کې د مستقیمې او لویې مداخلې ښکارندويي کوي نو ځکه یې که ولسمشر لاسلیک هم کړي، نه دې عملي کېږي.

خو د سيپتمبر پر ۱۶ مه د چیف جسټس په حېث د عمر عطا بندیال د کار موده سر ته ورسېده او نوي چيف جسټس فايز عیسی پرېکړه وکړه چې د خپل کار په لومړۍ ورځ به دغه مقدمه اوري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG