د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات اوسېدونکو د یو مهم سړک بندېدو پر ضد مظاهره کړې ده


په تېرو کلونو کې هم سېلابونو د کالام او بحرین سړکونه زیانمن کړي دي - د ۲۰۱۱ز کال انځور.
په تېرو کلونو کې هم سېلابونو د کالام او بحرین سړکونه زیانمن کړي دي - د ۲۰۱۱ز کال انځور.

د سوات د کالام او بحرين یوشمېر اوسېدونکو د بارانونو او سېلاب له کبله د سړک بندېدو پرضد مظاهره کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د اپرېل له ۱۷مې راهیسې په سیمه کې د روانو بارانونو له کبله سېلابونه راغلي دي چې له کبله یې له بحرینه تر کالام پورې سړک او په شمال کې د ګلګت بلتستان او د پنجاب د راولپېنډۍ ترمینځ د قراقرم لویه لاره وتړل شوه.

مظاهرچيانو د اپرېل پر ۱۹مه په مینګوره کې د شعارونو له لارې له حکومته غوښتنه وکړه چې د بحرين او کالام ترمینځ شاوخوا ۴۰ کېلومیټره اوږد سړک دې ژرترژره خلاص کړي.

د مظاهرې يوه مشر خان سعيد مشال راډیو ته وويل چې لاره له څلورو ورځو راهیسې بنده ده چې له کبله يې ګڼ خلک اغېزمن شوي دي. "زموږ ټول [مالي] انحصار په زراعت او سیلګرۍ دی، دا دواړه متاثر دي او په لکونو خلک متاثره شوي دي."

د کالام یوه اوسېدونکي عمر فاروق رستم خېل مشال راډیو ته وویل، په ۲۰۱۰ز کال کې هم سېلابونو هغه سړک ته لوی زیان اړولی وو چې تازه سېلاب بیا زیانمن کړی دی.

خو د بحرين تحصيل انتظامي مشر محمد اسحاق خان مشال راډیو ته وويل چې د لارې د بیاپرانیستو چارې روانې دي.

دی وايي، خپله د درال خوړ سیمې ته تللی او هلته ورته د پاکستان د لویو لارو ادارې (اېن اېچ اې) چارواکو ورته ویلي دي چې کمرونه نړېدلي او کارکوونکي په ډېر مشکل حالت کې کار ته دوام ورکړی دی.

اسحاق خان زیاتوي چې هڅه کوي د اپرېل ۲۰مې تر ماښامه د بحرین او کالام ترمینځ سړک بیا پرانیزي.

د بحرین انتظامي مشر د اپرېل پر ۱۹مه مشال راډیو ته ویلي ول چې په بارانونو او سېلابونو کې چا ته مرګژوبله نه ده اوښتې.

اخوا د پاکستان دولتي راډیو د اپرېل پر ۲۰مه خبر ورکړ چې د ګلګت بلتستان او راولپېنډۍ ترمینځ د قراقرم لویه لاره چې د اپرېل له ۱۷مې راهیسې د خیبر پښتونخوا د بر کوهستان په داسو کې په اوچر خوړ کې د سېلاب له کبله تړلې وه، د ګاډو د یو طرفه تګ راتګ لپاره بیا پرانیستل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۲ز کال له جون څخه تر اګست پورې د زیاتو ورښتونو له کبله په پاکستان او افغانستان کې لوی سېلابونه راغلي ول چې پکې سلګونه کسان ووژل شول او د خیبر پښتونخوا، سیند او بلوچستان په صوبو کې خلکو او بېخبنا (انفراسټرکچر) ته لوی زیانونه واوښتل.

پاکستان او افغانستان له هغو هېوادونو څخه دي چې موسمي بدلون پرې ډېر اغېز کړی دی. ملګري ملتونه وايي‌ چې په افغانستان کې د اقلیم بدلون د ناوړه اغېزو مخنیوي لپاره د "بیړني عمومي اقدام" اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو په مشرۍ د ۲۰۲۲ز کال د نومبر له شپږمې څخه تر اتمې نېټې د مصر په شرم الشیخ ښار کې د اب و هوا بدلون په اړه نړیواله غونډه شوې وه. د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف هغې غونډې ته په وینا کې ويلي ول چې د سېلابونو له وجې يې هېواد ته تر ۳۰ اربه ډالرو زيات زیان رسېدلی دی.

په نړۍ کې موسمي بدلون ته په کتو، د پاکستان په ګډون ګڼو هېوادونو د پاریس ۲۰۱۵ز نړیواله موافقه منلې ده چې پکې راغلي چې حکومتونه به د نړیوالې تودوخې د کمولو لپاره یوشمېر اقدامات کوي.

XS
SM
MD
LG