د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې خلکو د غیرحاضرو استادانو خلاف مظاهره وکړه


انځور له ارشیفه
انځور له ارشیفه

د کورمې لسګونو خلکو د یوې مظاهرې په ترڅ کې د سیمې له استادانو وغوښتل چې سکولونو ته دې حاضر شي او ماشومانو ته دې درسونو ورکول پیل کړي.

مظاهره کوونکي وايي، له تېرو څلورو میاشتو راهیسې ښوونکي خپلې دندې ته حاضري نه ورکوي او د هغوی د ماشومانو وخت ورسره ضایع کېږي.

د سېپټېمبر په لومړۍ نېټه د کورمې ځايي خلکو، قامي مشرانو او مدني فعالانو د مظاهرې پر مهال وویل، که د هغوی غوښتنه ونه منل شوه، استادان سکولونو ته حاضر نه شول او حکومت د دې خبرې غم ونه خوړلو، نو هغوی به په دې مجبوره شي چې د ټل ـ پاړه چینار لاره وتړي. دوی په صدې بازار کې تر لاریون کولو وروسته د پریس کلب مخې ته پرلت ووهلو.

د منځنۍ کورمې د بلدیاتو چیرمین احسان الله احسان د سېپټېمبر په لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وویل، د استادانو سکولونو ته په نه حاضرېدو د حکومت غلی پاتې کېدل، د افسوس وړ خبره ده.

دا له هغه وروسته ده چې د ۲۰۲۳م کال د مې پر څلورمه د کورمې په تري منګل کې پارېدلو کسانو څلور شیعه استادان او درې مزدوران وژلي ول.

تر هغې پېښې وروسته تر ۲۰۰ زیاتو شیعه استادانو په سني مېشتو ځایونو کې سکولونو ته له تګه انکار وکړ. هغه استادان دریځ لري چې دا ګام یې خپل ژوند ته د ورپېښ خطر د مخنیوي لپاره اخیستی دی.

سکولونو ته د استادانو د نه تګ له وجې د کورمې په نېږدې ۱۵ سکولونو کې تعلیمي چارې اغېزمنې شوې دي. ځینې سکولونه مکمل بند شوي او ځینې یې د استادانو له کمي سره مخ دي.

بل پلو د کورمې د سني سیمو استادانو او اوسېدونکو هلته د سکولونو د بندېدو خلاف مظاهرې هم کړې دي او پر حکومت یې غږ کړی چې د دې مسلې د هواري لپاره ګامونه پورته کړي.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ژوند کوي. خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي.

مشال راډیو د سېپټمېبر په لومړۍ نېټه په سیمه کې د تعلیم د محکمې له مشر سلطان محمد سره اړیکه ونیوله او د خلکو د غوښتنو او د استادانو سکولونو ته د نه حاضرېدو په اړه یې د هغوی د دریځ معلومولو هڅه وکړه،خو نوموړي څه ونه ویل. البته په منځنۍکورمه کې د تعلیم ادارې مشر معین ګل د اګست پر ۱۹مه مشال راډيو ته ویلي ول چې د ماشومانو د وخت ضایع کېدو اندېښمن کړی دی خو دی وايي، د ضلعې تعلیمي افسر بدل شوی او نوی نه دی ورغلی نو ځکه ښوونځیو ته د استادانو نه حاضرېدو مسله ځنډېدلې.

نوموړي دا هم ویلي وو چې که ښوونکي خپله دنده نه ترسره کوي نو کېدای شي چې له نورو سیمو څخه هلته استادان وربدل کړي او یا د لنډې مودې لپاره نوي ښوونکي وګوماري، خو زیاته کړې یې وه چې د دې اقدام واک له ضلعي تعلیمي افسر سره دی.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG