د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې د ورکو بلوڅانو موندلو لپاره مظاهره شوې ده


په کراچۍ کې تر دې مخکې هم د ورکو بلوڅانو موندلو لپاره مظاهرې شوې دي - پخوانی انځور.
په کراچۍ کې تر دې مخکې هم د ورکو بلوڅانو موندلو لپاره مظاهرې شوې دي - پخوانی انځور.

د ورکو بلوڅانو د کورنیو غړو، د بشري حقونو سازمانونو او ګڼو فعالانو په کراچۍ کې د مظاهرې له لارې له حکومته د ورکو کسانو د موندلو غوښتنه کړې ده.

دوی د اګست پر ۲۶مه د کراچۍ په ماړیپور کې د مظاهرې لپاره ورغونډ شوي ول خو د پولیسو او رېنجرز ځواک سرتېرو احتجاج نه پرې نه ښوول او یوشمېر کسان یې ونیول.

پر ټولنیزو شبکو په خپرو شویو ویډیوګانو کې هم ښکاري چې پولیس د ورکو بلوڅانو موندلو لپاره روان احتجاج په زور ختموي او ځینې کسان نیسي.

د سيند نګران حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي خو د ماړيپور یو لوړپوړي پولیس چارواکي فيضان علي د اګست ۲۶مې پر ماخوستن مشال راډيو ته وويل چې مظاهرچیانو د کراچۍ بندر ته تلونکی سړک تړلی وو نو ځکه پولیس ورغلل چې لاره پرانیزي.

ده د مظاهرې پر مهال د خلکو ګرفتاري تایید نه کړه خو پر ټولنیزو شبکو مدني فعالانو د پولیسو پر اقدام نیوکې کړې دي.

د کراچۍ مظاهرچیانو له حکومته وغوښتل چې داد شاه بلوڅ او نور ورک کسان دې پیدا کړي او که په چا جرم وي نو عدالت ته دې یې وړاندې کړي.

د داد شاه بلوڅ خور فوزيې بلوڅې مشال راډيو ته په استولي بیان کې ویلي چې د اګست پر ۱۱مه د پولیسو په جامو کې یوشمېر کسانو د داد شاه بلوڅ له خپل کوره یووړ او تر اوسه یې هېڅ پته نه ده لګېدلې. هغې تور پورې کړ چې رياست خلک ورکوي او بيا یې احتجاج ته هم نه پرېږدي.

تر دې مخکې د اګست پر ۱۷مه هم په کراچۍ کې لسګونه بلوڅانو د بلوڅ او نورو ورکو کسانو د موندلو لپاره مظاهره کړې وه.

د کراچۍ پولیسو لا د داد شاه بلوڅ د ورکېدو په اړه څه نه دي ویلي خو د سي ټي ډي مشر په وروستیو کې خبري غونډې ته ویلي ول چې د ترهګرۍ په تور چې څوک هم نیسي نو په ۲۴ ساعتونو کې یې عدالت ته وړاندې کوي.

په پاکستان کې د بلوڅانو د ورکولو تور اکثر پر استخباراتي او امنیتي ادارو پورې کېږي خو پوځ دا تورونه ردوي.

په پاکستان کې د ورکو کسانو د قضیو په اړه سرکاري کمېشن وايي، په تېره څه باندې یوه لسیزه کې یې تر ۹۰۰۰ د زیاتو کسانو ورکېدو پېښې ثبت کړې دي چې ورڅخه یې څه باندې ۷۰۰۰ قضیې هوارې کړې دي.

کمېشن البته د جولای په پیل کې په خپل یو رپورټ کې ویلي دي چې د ۲۰۲۳ز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې په پاکستان کې د ۵۳۳ کسانو د ورکېدو پېښې ثبت کړې دي.

په پاکستان کې له کلونو راهیسې خلک ورکېږي چې زیاتره یې بلوڅان او پښتانه دي. په ورکو کسانو کې د ځینو مړي هم موندل کېږي.

د پاکستان د کورنيو چارو پخواني وزیر رانا ثناالله د ۲۰۲۲ز کال په سېپټېمبر کې ويلي ول چې جبري لادرکۍ د ریاست لپاره شرم دی. د پاکستان پخواني وزيراعظم شهباز شريف د دې مسلې د هواري لپاره د کابینې د یوشمېر وزيرانو په شمول يوه پارلېماني کمېټې هم جوړه کړې وه.

XS
SM
MD
LG