د لاسرسي ځای

تازه خبر

بر جنوبي وزیرستان کې د سړک غاړې ښخ بم چاودنې ۵ سرتېري ژوبل کړي دي


په جنوبي وزیرستان کې امنیتي سرتېري د ګزمې پر مهال - پخوانی انځور.
په جنوبي وزیرستان کې امنیتي سرتېري د ګزمې پر مهال - پخوانی انځور.

په بر جنوبي وزیرستان کې د امنیتي سرتېرو یو ګاډی د سړک تر غاړې ښخ بم چاودنې ښکار شوی دی چې پکې پینځه سرتېري ژوبل شوي دي.

د پولیسو او استخباراتي ادارو چارواکو د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې پېښه د اګست پر ۱۴مه د لدا تحصیل په کړمه سرای کې شوې ده او ژوبل سرتېري د اېف سي ځواک غړي دي.

چارواکو ویلي دي چې تر رېموټ کنټرول بمي برید وروسته یې په سیمه کې د لټون عملیات پیل کړي دي.

د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ویاند محمد خراساني مشال راډيو ته په استولي بیان کې د برید ذمه واري منلې ده.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG