د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: پنجګور کې چادونې دوه تنه وژلي او د اېف سي درې عسکر ژوبل


کوټه ښار کې د اېف سي ځواکونو عسکر ګزمه کوي: تصویر له ارشیفه
کوټه ښار کې د اېف سي ځواکونو عسکر ګزمه کوي: تصویر له ارشیفه

د بلوچستان په بلوڅ مېشته سیمه پنجګور کې پولیس چارواکي وايي چې د اکتوبر پر ۳۱مه ناوخته یوې یوې چاودنې دوه کسان وژلي او د ملېشه ځواک درې عسکر یې ژوبل کړي دي.

د سرکاري ميډيا ترمخه دغه چاودنه د اکتوبر پر ۳۱مه نېټه په پنجګور بازار کې شوې ده.

پوليس چارواکو ويلي، باروت په یوه موټر سايکل کې اېښودل شوي ول چې د اېف سي ځواک یو ګاډی یې هدف ګرځولی دی.

د بريد ذمه واري چا نه ده منلې.

د بلوچستان صوبې وزيراعلا عبدالقدوس بزنجو چاودنه غندلې او ویلي يې دي ترهګر د دښمن د مخالفه هيوادونو په ايجنډا لګيا دي په ملک کې بدامني جوړوي.

په وروستيو میاشتوکې د بلوچستان په بېلابيلوبرخو او د خېبرپښتونخوا په ځانګړي ډول قبایلي ضلعو کې د بدامنۍ پېښې سېوا شوي دي.

خو ورسره په بلوچستان صوبه کې بيا سي ټي ډي پوليس وخت په وخت دعوې کوي چې له بېلتونپالو ډلو سره تړاو لرونکي ترهګر او د داعش وسله وال يې وژلي دي. مشال رېډیو د دغه مشکوکو ترهګرو د وژلو سرکاري ادعاوو پخلی نه شي کولای.

XS
SM
MD
LG