د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شېراني کې وسله والو درې پولیس او د ملېشې یو چارواکی وژلي‌ دي


په بلوچستان کې له یوې مودې راهیسې حملې زیاتې شوې دي او هلته یوشمېر وسلوالې ډلې فعاله دي. (د ږوب پولیسو پخوانی عکس)
په بلوچستان کې له یوې مودې راهیسې حملې زیاتې شوې دي او هلته یوشمېر وسلوالې ډلې فعاله دي. (د ږوب پولیسو پخوانی عکس)

د بلوچستان په پښتون مېشته شیراني ضلعه کې د پولیسو پر تاڼه برید کې لږ تر لږه درې پوليس او یو د ایف سي ځواک یو چارواکی وژل شوي دي.

د شيراني پوليسو مشر عرفان علي د جولايي پر دويمه مشال راډیو ته وويل چې بېګاه د شپې شاوخوا دوه بجې مشکوکو وسلوالو په دانه سر کې پر پوليس تاڼې راکټ وتوغاوه او وروسته يې ورباندې ډزې وکړې.

د ده په خبره، د ډزو په تبادله کې يو مشکوک وسلوال وژل شوی دی. د ده په وینا، په حمله کې سب انسپکټر بهادر خان بابړ او سپاهيان افضل شيرانی او باز خان حريفال وژل شوي دي.

بلخوا د بلوچستان د حکومت ویاند بابر یوسفزي د جولايي پر دویمه په بیان کې ویلي‌ چې په دې برید کې درې پولیس او یو د ملېشه ځواک یا ایف سي یو چارواکی وژل شوي دي.

عرفان علي‌ وویل، په دې سيمه کې د پوليسو او ليويزو جلا جلا پوستې دي او ورسره نېږدې د ملیشا ځواکونو يوه وړه کلا هم ده. هغه وويل چې دا پوستې په دنګو دنګو غرونو کې راګیر دي چې د سګنل له کبله يې ورسره رابطه پرې شوې وه.

عرفان علي زیاته کړه چې تر پېښې وروسته د جولايي پر دویمه ځايي خلکو د احتجاج په توګه د ږوب او ډېره اسماعيل خان ترمینځ سړک تړلی دی. د بريد ذمه واري لا چا نه ده منلې.


تر دې وړاندې شيراني ضلعې ته څېرمه په ږوب ضلع کې هم د مې پر ۱۹مه د جماعت اسلامي مشر سراج الحق پر قافله بريد شوی وو چې هغه ورڅخه روغ وتی وو، البته شپږ کسان پکې زخمیان شوي ول.

د هغې پېښې ذمه واري تر اوسه پورې لا چا نه ده منلې.

په بلوچستان کې له یوې مودې راهیسې حملې زیاتې شوې دي او هلته یوشمېر وسلوالې ډلې فعاله دي.

د مې پر ۲۰مه د بلوچستان په مارګټ غره کې پر پوسته په وسلوال برید او بیا په نښته کې درې سرتېري او یو مشکوک وسلوال وژل شوي وو. بلوڅ بېلتونپالې وسلوالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) د هغې حملې ذمه واري منلې وه.

تر دې یوه ورځ وړاندې د مې پر ۱۹مه د مستونګ ضلعې په سور کارېز کې وسلوالو د پولیو د واکسیني ډلې ساتونکی سرتېری وواژه.

داراز، د مې پر ۱۲مه وسلوالو په مسلم باغ کې د اېف سي ځواک پر کیمپ برید وکړ چې تر هغې وروسته یې له امنیتي سرتېرو سره نښته وشوه. د پاکستان پوځ وايي، نښته د مې ۱۳مې تر سهاره روانه وه چې پکې شپږ پوځیان، يو ولسي وګړی، او شپږ وسلوال ووژل شول.

د هغې حملې ذمه واري د تحریک جهاد پاکستان په نامه یوې نوې وسلوالې ډلې منلې وه چې په وروستیو کې یې په هغه هېواد کې د یو شمېر نورو بریدونو ذمه واري هم منلې ده.


د ۲۰۲۳ز کال د اپرېل پر ۱۰مه، د بلوچستان له مرکز کوټې څخه ۲۵ کلومیټره ليرې شمال لوري ته د کچلاغ (کچلاک) سيمې په يو جومات کې د مشکوکو وسلوالو پرضد د عملياتو پر مهال څلور پوليس سرتېري ووژل شول.

پولیسو هلته تر هغې وروسته عملیات وکړل چې د اپرېل پر نهمه د کچلاغ په سپين کلي کې د پوليسو پر ګرځنده ډلې (ايګل سکواډ) نا څرګنده وسلوالو برید وکړ او دوه پوليسان يې ووژل او يو يې ژوبل کړ. په ځوابي ډزو کې يو وسلوال هم وژل شوی وو.

تر هغې پېښې لږه شېبه وروسته په کوټه کې په غبرګو چاودنو کې د دوو پولیس سرتېرو په ګډون څلور تنه ووژل شول او ۳۳ ژوبل شول.

په بلوچستان کې د بېلتونپاله بلوڅ وسلوالو او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون یوشمېر وسلوالې ډلې فعاله دي چې پرضد یې امنیتي ځواکونه وخت په وخت د عملیاتو خبر ورکوي.

XS
SM
MD
LG