د لاسرسي ځای

تازه خبر

په زیارت کې وسله والو د کویلې اته ټرکونه سوځولي‌


د زیارت مرستیال کمشنر عبدالله طارق د جون پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل چې دا پېښه تېره شپه د زیارت ضلعې په مانګې سیمه کې شوې ده.
د زیارت مرستیال کمشنر عبدالله طارق د جون پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل چې دا پېښه تېره شپه د زیارت ضلعې په مانګې سیمه کې شوې ده.

د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه زیارت کې ناڅرګندو وسله والو د سکرو یا کویلې اووه ټرکونه سوځولي دي.

د زیارت مرستیال کمشنر عبدالله طارق د جون پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل چې دا پېښه تېره شپه د زیارت ضلعې په مانګې سیمه کې شوې ده.

نوموړي وویل چې وسله والو په کویله بار دې ټرکونو ته اور اچولی چې له کبله یې نه یوازې ټرکونه بلکې په سلکونه ټنه کویله هم سوځېدلې ده.

عبدالله طارق زیاته کړه چې وسلوال د لاریو تر سوځولو وروسته د پېښې له ځایه تښتېدلي دي خو د ده په وینا، لټون یې روان دی.

نوموړي وویل چې دا ټرکونه له هرنايي څخه د زیارت له لارې پنجاب صوبې ته روان وو چې وسله وسله والو شپې مهال په نښه کړي دي.

عبدالله طارق دا هم وویل چې کله وسله والو دا ټرکونه سوځول نو د هرنايي‌ مرستیال کمشنر عارف زرکون هم کوټې ته روان وو او وسله والو پرې ډزې کړې وې خو هغوی ته زیان نه دی رسېدلی.

په بلوچستان کې وړاندې هم د کویلې کارکوونکو وژل کېدو ضد احتجاجونه شوي دي
په بلوچستان کې وړاندې هم د کویلې کارکوونکو وژل کېدو ضد احتجاجونه شوي دي

بل پلو په هرنايي کې د دې پېښې پرضد د جون پر ۲۷مه د سیاسي ګوندونو ځايي اتحاد له خوا هړتال شوی او له حکومت څخه غوښتنه شوې چې په دې پېښه کې ککړ کسان زر تر زره ونیسي.

د زیارت مرستیال کمشنر عبدالله طارق وویل، دوی نه یوازې په سیمه کې امنیتي ګامونه سخت کړي دي بلکې د کویلې ټرک چلوونکو ته یې امر کړی چې په شپه له سفره ډډه وکړي.

د ده په وینا، په ورځ به دا ټرکونه د کافلې په شکل کې د ایف سي ځواک په بدرګه کې له هرنايي څخه د زیارت له لارې تر پنجابه سفر کوي.

د دې پېښې زمه واري بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې بلوچستان لیبرېشن منلې ده. یادې ډلې رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې دا ادعا هم کړی چې د پنجاب د رحیم یار خان سیمې او اوسېدونکی یې هم وړی دی خو د بلوچستان حکومتي او امنیتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د جون پر لومړۍ نېټه هم د هرنايي په چپرفټ سیمه کې وسله والو د کویلې ۴۲ ټرکونه په نښه کړي او هغوی ته یې زیان رسولی وو. د هغې پېښې زمه واري‌ هم بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې بلوچستان لیبرېشن ارمي منلې وه.

د بلوچستان په هرنايي کې د کویلې يا سکرو کاروبار کوونکو او د سامان وړونکي ټرانسپورټ اتحادیو د هغې پېښې پرضد احتجاج او هړتال کړی وو.

دوی تور پورې کړی وو چې د بلوچستان حکومت د ولس د ژوند او مال په خوندي ساتلو کې پاتې راغلی او او کاروباریان یې له پامه غورځلي دي.

خو د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ویلي وو چې د جون پر لومړۍ نېټه او تر هغه وړاندې بریدونه ټول د ترهګرو کار دی.

د ده په وینا، حکومت د ولس د ژوند او مال خوندي کولو لپاره هلې ځلې کوي خو د ده په وینا، ولس باید د ریاستي امنیتي‌ ادارو ملاتړ وکړي.

لانګو وویل، "که نن موږ هرنايي ته پوځ یا ملېشه ځواک ولېږو چې هلته د ترهګرو خلاف عملیات وکړي، نو بیا به هم دا خلک سړکونو ته راوځي او سیاستوال به په اسمبلۍ کې چيغې وهي چې تاسو داسې ولې وکړل. موږ نه ترهګري زغملای شو او نه پوځي عملیات. هغه قامونه نه شي بریالي کېدای چې دوه فطرته لري، موږ به یوه پرېکړه کوو."

که څه هم ضیا الله لانګو دا ونه ویل چې د کویلې پر لاریو او مزدورانو بریدونه کوونکي ترهګر څوک دي خو د بلوچستان له بېلا بېلو سیمو د کویلې په څېر قدرتي وسایلو د اېستل کېدو پرضد په شویو بریدونو کې د زیاترو ذمه واري بلوڅ بېلتون غوښتونکو ډلو منلې ده.

هرنايي د بلوچستان یو له هغو پښتون مېشتو سیمو ده چې د کویلې پراخې زېرمې لري او له اوږدې مودې راهسې پکې امنیتي حالات ترنګلي اوسېدلي دي.

هلته د کویلې ټرکونو په نښه کولو تر څنګ، د کویلې د مزدورانو وژل او چاودنې هم کېږي. د ځايي سیاسي اتحاد او کارباري اتحادیو په وینا، حکومت تر اوسه په دې ټولو پېښو کې د یوې زمه وار کسان هم نه دي نیولي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG