د لاسرسي ځای

تازه خبر

په چمن کې قیدیانو زندان مات کړی او یو شمېر یې تښتېدلي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

چارواکي وايي چې د بلوچستان د چمن ضلعې له زندان څخه یو شمېر قیدیانو د وسلې په زور جېل مات کړی او د تښتېدلو هڅه یې کړې ده چې ځینې یې په تښتېدو بریالي شوي هم دي.

د بلوچستان د پښتون مېشته سيمې چمن مرستيال کمېشنر رسنيو ته په استولي بیان کې ويلي چې نن (جون ۲۹مه) د لوی اختر په لومړۍ ورځ يې د بنديانو په غوښتنه هغوی د اختر د لمانځه لپاره د زندان غولي ته واېستل.

د بیان په خبره، پر دې مهال بنديانو له پوليسو څخه په زوره وسله واخيسته او پکې ۱۷ قيديانو له زندان څخه د تښتېدلو هڅه وکړه. په دغو کې یو له پولیسو سره په ډزو کې وژل شوی، دوه نور ژوبل دي او ۱۴ بیا په تښتېدو بریالي شوي دي.

د چمن پوليسو مشر نعيم اڅکزي په وينا، پوليسو دغه بندیان د مردارې باغچې په سيمه کې محاصره کړل چې پر دې مهال دواړو خواوو پر يو بل ډزې وکړې چې پکې يو بندي ووژل شو او دوه زخميان شول. په نښته کې دوه پولیس سرتېري هم ټپيان شوي دي چې د درملنې لپاره د چمن هسپتال ته وړل شوي دي.

پولیس وايي چې پاتې نور ۱۴ بنديان تښتېدلي چې د نيولو لپاره يې د لټون عمليات روان دي. نعيم اڅکزی زیاتوي چې تښتېدلي بنديان د غلا، شوکو او وژنو په تورونو کې نيول شوي ول.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG