د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت د تیرا راجګال کډوالو د ستنولو دويمه مرحله پیلوي


د تیرا دا راجګال سیمې نه په ۲۰۱۳ کال کې نېږدې ۲۰،۰۰۰ کورنۍ بې کوره شوې وې ـ پخوانی انځور.
د تیرا دا راجګال سیمې نه په ۲۰۱۳ کال کې نېږدې ۲۰،۰۰۰ کورنۍ بې کوره شوې وې ـ پخوانی انځور.

د خیبر انتظامي چارواکي وایي، د تیرا د کوکي خېلو مشرانو ته پوځي چارواکو باور وکړی چې د کډوالو د بېرته ستنېدنې دوهم پړاو پيلوي.

د خیبر د ډېپټي کمېشنر له دفتره د جون پر ۲۲مه په خپور شوي یو بیان کې راغلي چې د تیرا رایفلز په نوم د ملیشې ځواک لېفټنېنټ کرنل ولي تاج کاکړ په جمرود کې د تیرا راجګال سیمې له کډوالو سره لیده کاته کړي او باور یې ورکړی چې د ستنېدو دویمه لړۍ به یی زر پيل شي.

چارواکو په دې اړه کومه مشخصه نېټه نه ده ښوولې. د تېر کال په پای کې هم د خیبر انتظامیې ویلي ول چې د ۲۰۲۳ز کال په مارچ کې د کډوالو د ستنولو دویم پړاو پيلوي خو په هغې بیا عمل و نه شو.

په غونډه کې قومي مشرانو او ځوانانو له پوځي چارواکو غوښتنه وکړه چې په تیرا راجګال سیمه کې دې د خلکو د بیا مېشتېدنې لپاره ګامونه پورته کړي او هلته دې د ځنګلونو په وهلو بندیز ولګوي.

د تیرا د کوکي خېلو سیاسي فعال داود خان اپریدي مشال ريډیو ته وویل چې د کډوالو د ستنېدو دویمه لړۍ له ځنډ سره مخامخ ده. هغه وویل چې د تیرا د ځنګلونو ساتنه او هلته امن قایمول د پوځ ذمه واري ده او قومي مشران او ځوانان دې ورسره په دې کارونو کې ملاتړ وکړي.

هغه وايي: ''د قومي ځنګلاتو وهل دې بند کړل شي امنیتي ځواکونه راته د امن و امان مسله رامخې ته کوي خو نه انتظامیه او نه پوځ د کوکي خیل تیرا راجګال کډوالو د ستنیدو ذمه واري اخلي. مونږ ډير وځورل شو. بله دا چې زمونږ په غیر موجودګۍ کې په تیرو ۱۲ کلونو کې ډېر ځنګلونه ووهل شو چې مونږ په سیمه کې نه یو نو دا ځنګلونه څوک وهي؟''

د تیرا راجګال نه په ۲۰۱۳ز کال کې د بد امنۍ له امله خوا وشا ۲۰،۰۰۰کورنۍ بې کوره شوي چې دا مهال د خېبر په جمرود کې میشت دي. په ۲۰۱۶ز کال کې د پوځي عملیاتو له پای ته رسېدو وروسته، په لومړي پړاو کې یوشمېر کورنۍ خپلو سیمو ته ستنې شوې خو نورې پاتې دي.

د تیرا راجګال کډوالو د ستنیدو لپاره وخت په وخت احتجاجونه کړي او په ۲۰۲۰ز کال کې تر درو میاشتو پورې یې هلته پرلت وهلی وو.

د ځوان کوکي خیل تنظیم مشر ابرار اپریدی وایي چې د بدامنۍ پر مهال په تیرا راجګال کې هر څه ویجاړ شوي او پکار ده چې بیا بحالې لپاره یی ګامونه پورته کړل شي. ''کورونه مو وران شوي، پټي مو شاړ پراته دي، په جمرود کې ډېر مشکل سره مخامخ یو، پکار ده د ستنېدو دویمه لړۍ زر پیل شي''

تیرا راجګال له جمرود بازاره خوا وشا ۱۰۰ کلومیټره لېرې پرته غرییزه سیمه ده. هلته کوکي خیل قبیله ژوند کوي. د راجګال غره یوه برخه د افغانستان ننګرهار ولایت سره او نورې برخې یې له تیرا میدان اورکزو او کرمې سره لګېدلې دي.

دا سیمه په ۲۰۱۲ز کال کې د وسله والو تر ولکې لاندې راغلې وه. هلته له وسلوالو سره د پاکستانیو ځواکونو د عملیاتو له کبله په زرګونه خلک بې کوره کړل شول. په دوی کې نږدې ۵،۰۰۰ خپلو کورونو ته تللي خو ډېری یې لاهم په جمرود کې له خپلو خپلوانو او یا هم په کچه کورونو کې ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG