د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت راجګل ته د کوکي خېلو د ستنولو پرېکړه کړې


د تیرا دا راجګل سیمې نه په ۲۰۱۳ کال کې، څه باندې ۲۰ زره کورنۍ بې کوره شوې وې.
د تیرا دا راجګل سیمې نه په ۲۰۱۳ کال کې، څه باندې ۲۰ زره کورنۍ بې کوره شوې وې.

د خیبر پښتونخوا د قبایلي ضلعې خیبر انتظامي او امنیتي چارواکو پرېکړه کړې چې د تیرا راجګل بې کوره شوي خپلو سیمو ته ستانه کړي.

دا خبره د خیبر د ایډیشنل ډپټي کمېشنر نوید اکبر له دفتره، د ډېسېمبر پر ۲۴مه، په خپره شوې خبرپاڼه کې شوې ده.

خبرپاڼه لیکي چې انتظامي چارواکو او هلته میشت پوځي افسرانو دا پرېکړه په شریکه کړې ده چې دا کډوال به د ۲۰۲۲م کال په مارچ میاشت کې ستنوي.

د خیبر د بیا رغونې (بحالۍ) د چارو یو مسوول سلمان خان د ډېسېمبر پر ۲۴مه، مشال راډیو ته وویل، حکومت پرېکړه کړې چې د کوکي خېلو بې ځایه شوې کورنۍ اوس خپلو مېنو ته ستنې کړي. هغه وړاندې وویل:

"په دغه سیمه کې د امنیت لپاره، د امنیتي ځواکونو پام اوړېدلی او حکومت پرېکړه کړې ده چې په دغه سیمه کې خلک بیا مېشت کړي. دا چې دا سیمه جنګ ځپلې ده نو دلته ډېر مسایل دي. دا سیمه تر ډېره وخته پورې خالي پاتې شوې وه نو وګڼه چې دغلته نږدې ټول کورونه وران شوي دي، سکولونه وران دي او ټول نظام ګډ ـ وډ دی."

په ۲۰۱۳ کال کې د عملیاتو له وجې له راجګله ۲۰ زره کورنۍ بې کوره شوې وې.
په ۲۰۱۳ کال کې د عملیاتو له وجې له راجګله ۲۰ زره کورنۍ بې کوره شوې وې.

سلمان خان زیاته کړه چې د سیمې ډېپټي کمېشنر احکامات جاري کړې چې په ترڅ کې به یې له خلکو سره مرستې وشي او هغوی به یو وارې بیا په راجګل کې خپل ژوند ته د پخوا په شان ادامه ورکړي.

د خیبر د چارواکو په وینا، د تیرا دا راجګل سیمې څخه په ۲۰۱۳ز کال کې څه باندې ۲۰ زره کورنۍ بې کوره شوې وې. دغه کورنۍ په جمرود او شاوخوا سیمو کې له خپلو ـ خپلوانو سره مېشتې شوې دي. دغو خلکو وخت په وخت خپل غږ پورته کړی چې د خیبر د نورو سیمو د خلکو په شان دې دوی هم خپلې سیمې ته واپس ولېږل شي او حکومت دې په دې لړ کې ورسره مرسته وکړي.

له راجګله بې کوره شوي کوکي خېل په جمرود کې ژوند کوي.
له راجګله بې کوره شوي کوکي خېل په جمرود کې ژوند کوي.

د تیرا راجګل درې د کډوالو د کمېټۍ غړی صدیق اپرېدی وایي، حکومت باید لومړی هلته ضروري انتظامات وکړي:

"تر اوسه په دې علاقه کې سروې نه ده شوې، دغلته د خلکو ټول کورونه ړنګ شوي دي، ټول غورځېدلي دي، نو دغه خلک چې دوباره ځي، د بیا بحالۍ لپاره مرستو ته ضرورت لري نو حکومت له پکار دي چې د تګ نه مخکې مخکې دغو خلکو ته د ژوند بنیادي ضرورتونه پوره کړي."

په خیبر کې میشت امنیتي ځواکونه وایي چې په تیرا راجګل کې یې په ۲۰۱۶ز کې د وسله والو ډلو پرضد عملیات سرته رسولي وو.

XS
SM
MD
LG