د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوکیخېلو کډوالو په سرکاري ژمنه پرلت ختم کړ


کوکیخېل د کډوالو رسمي حیثیت او خپلو کلیو ته ستنېدل غواړي
کوکیخېل د کډوالو رسمي حیثیت او خپلو کلیو ته ستنېدل غواړي

په خیبر ضلع کې پوځي چارواکو انتظامي افسرانو او تیرا کوکیخېلو کډوالو ترمنځ د مذاکراتو وروسته په جمرود کې څه باندې ۱۰۰ ورځنی احتجاجي پرلت پای ته ورسېد.

په خیبر کې د یوې غونډې پر مهال تیرا کوکيخېلو متاثره شوو کسانو ته باور ورکړل شو چې هلته به لومړی ماینونه پاکېږي او بیا د وران ویجاړ کورونو رغولو سروې به پیلېږي او له هغه وروسته به یې د ستنولو لرۍ پیلېږي.

د خیبر ډپټي کمشنر محمود اسلم مشال راډیو ته وویل:"موږ او د تیرا کوکيخېل کډوال سره متفق شو، موږ هلته د ماینونو پاکول پیل کړي، سیکیورټي کلیرنس روان دی او ورانو شوو کورونو سروې روانه ده، له دې وروسته به بیا له دوی سره کښېنو او د ستنېدو لپاره به یې بندوبست کوو."

د کډوالو غوښتنې

د تیرا کوکیخېلو د قومي جرګې یو غړي فیض الله جان وویل:" موږ په خپله له چارواکو سره هلته تیرا راجګال ته تللي وو د ماینونو پاکولو کار او د ورانو شوو کورونو د بیا رغولو سروې روانه وه او چې کله پرې موږ مطمین شو نو بیا مو ورسره ومنله خو که بیا هم په دې عمل کې څه خنډان رامنځ ته شول نو بیا به احتجاج پيلوو، خو په دستي توګه له دغه حکومتي ګامه مطمین یو، موږ ټولو خلکو ته خواست کوو چې له حکومت سره د ورانو شوو کورونو د بیا رغولو په سروې کې مرسته وکړي چې دا کار په خیر سر ته ورسي."

تیرا کوکیخېلو په ۲۰۱۳ز کال کې څه باندې ۲۰ زره کورنې د بدامنۍ له کبله بې کوره شوې دي او په جمرود کې خپل خپلوانو کره دیره شوي دي.

دوی وايي دلته د کړاونو ډک ژوند تېروي او باید ژر خپلې سیمې ته ستانه کړل شي او هغه ټول حقوق او مراعات دې ورکړل شي چې نورو کډوالو ته ورکړل شوي دي.

تیرا کوکیخېل د خیبر لرې پرته غرنۍ سیمه ده چې په ۲۰۱۶ کې د وسله والو پرضد د خیبر څلور په نوم پوځي عملیات شوي وو او امنیتي ځواکونه وايي چې دغه سیمه اوس د دوی په واک کې ده.

پوره راپور په لاندې غږ کې اورېدای شئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:42 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG