د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا سرکاري ملازمين په بجټ کې د تنخاوو لپاره ۳۵ فېصده اضافه کمه بولي


په پېښور کې د سرکاري سکولونو استادان د تنخاوو زياتولو لپاره په مظاهره دي. دا تصویر د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر دی.
په پېښور کې د سرکاري سکولونو استادان د تنخاوو زياتولو لپاره په مظاهره دي. دا تصویر د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر دی.

د خیبر پښتونخوا حکومت د ۲۰۲۳-۲۴ په بجټ کې د سرکاري ملازمينو تنخا ۳۵ فېصده اضافه کړې خو د سرکاري ادارو کارکونکي وایي چې په بجټ کې د دوی غوښتنې نه دي منل شوې.

د خيبر پښتونخوا لنډمهالي حکومت د جون په ۲۰مه د څلورو مياشتو لپاره په اعلان کړي بحټ کې د سرکاري ملازمينو د تنخا زياتولو تر څنګ د تقاعد يا پينشن په پيسو کې هم اضافه کړې ده. د وړاندې شوي بجټ له مخې، حکومت د ۴۵۰ اربه روپو په بجټ کې په پينشونونو کې د ۲۵سلنه زیاتوالي لپاره پیسې بېلې کړې دي.

د بېلا بېلو سرکاري‌دفترونو کارکونکي وایي چې په بجټ کې د تنحا لپاره ايښوول شوې پيسې کمې دي. د پرایمري سکولونو استادان وایي چې د دوی شمېر په ټوله صوبه کې نېږدې یو لاکو ته رسیږي خو د هغوی د ترقیانو لپاره په بجټ کې پیسې نه دي ځانګړی شوي.

د سرکاري ملازمينو سازمان اټيچډ ډيپارټمنټ افيسرز ايسوسي اېشنز مشر سرادر امين خان د جون پر ۲۱مه، مشال راډيو ته وويل چې په اوسني بجټ کې د هغوی د الاونسونو زیاتولو لپاره پیسې نه دي بېلې شوي.

د پرایمري سکول د استادانو اتحادیې مشر عزیزالله خان مشال راډیو ته وویل چې دوی د ډيرو پیسو تمه درلوده.

هغه زیاته کړه: ''تېر کال د جنورۍ پر ۱۷مه تېرې کابینې زمونږ د ترقیانو منظوري چیف سیکریټري ته ولېږله خو نګران حکومت هغه اعلان نه کړه. مونږ تمه لرله چې حکومت به بجټ کې زمونږ دا حق راکوي خو داسې نه دي شوي. که دا پیسې یې را نکړي نو احتجاجونه به کوو ځکه چې موږ سره همدا اخري لار ده.''

د استادانو د غوښتنو په اړه مو د لنډمهالي حکومت له ویاند میا فیروز جمال کاکاخېل او د خزانې لپاره د نګران وزیراعلان له مشر حمایت الله سره د ټلیفون او وټس اپ له لارې د تماس هڅې وکړې خو هغوی ځواب رانکړ. خو تر دې وړاندې د لنډمهالي حکومت چارواکو په بیا بیا تکرار کړی چې پر وفاقي حکومت پور پیسې هغوی ته نه ورکړل کیږي چې له وجې یې خیبر پښتونخوا د اقتصادي ستونزو سره مخ ده.

XS
SM
MD
LG