د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا ۸۰۰ عارضي استاذان پخې نوکرۍ غواړي


احتجاج کوونکي ښوونکي
احتجاج کوونکي ښوونکي

د خېبرپښتونخوا حکومت له خوا بهرتي کړل شوي عارضي استاذانو "ټيچنګ اسسټنټ" د اتحاديې يو شمېر غړو د جمعې په ورځ د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره وکړه او غوښتنه يې وکړه چې صوبايي حکومت دې له دوي سره کړې د مستقلۍ ژمنه پوره کړي.

د دې استاذانو په وينا چې دوي د کالج د يو استاذ يا لېکچرر په رنګ کار کوي خو تنخوا يا نورې اسانتياوې ورته د هغوي په رنګ نه ورکول کېږي او نه ورته د کالج د رخصتیو د مياشتو تنخواګانې ورکول کېږي

د مرستيال استاذانو د اتحاديې مشر ظفرشهزاد وايي چې دوي په کالجونو کې د لېکچرر کار کوي خو دوي له دغه نوم نه ورکول کېږي او چې کله دوي صوبايي چارواکو له تللي نو د هغوي دريځ دا وي چې په دې نوم کومه څوکۍ په صوبه کې نشته.

ده وویل چې اوس دوي په هم هغه څوکيو مستقل روزګار غواړي چرته چې دوي زده کړې ښايي.

د ظفر په وينا چې دوي ۱۲ ګنټې نوکري کوي، دوه مياشتې د ګرمۍ او دوه مياشتې د ژمي د چټيانو تنخوا ورله هم نه ورکوي او په داسې حال کې هم د درې کالو راهسې صوبايي حکومت دوي نه مستقلوي.

د ټيچنګ اسسټنټ په نوم بهرتي کړل شوو دغه استاذانو کې درې سوه زنانه او پينځه سوه نارينه شامل دي او دا ټول د تعليمي اېمرجنسۍ تر سېوري لاندې په عارضي بنيادونو بهرتي کړل شوي وو.

د ډګر کالج يو استاذ بخت زمين وويل چې دوي د لوړو زده کړو له صوبايي وزير مشتاق غني سره هم ليده کاته کړي دي خو د هغه له خوا شوي لوظونه لا تر دې دمه نه دي پوره شوي.

هغه وویل ،”مونږ ۸۰۰ کسان يو او دا لوظ راسره شوی وو چې په راتلونکي کې به موږ مستقل کوي. اختر راغلو خو د چټيانو له کبله راته دا تنخوا رانکړل شوه“

دا استاذان پر صوبايي حکومت تور لګوي چي د رخصتۍ په مياشتو يعنې چهټيانو کې ورله تنخواګانې نه ورکول کېږي، دوي سرکاري ملازمين نه ګڼل کيږي، ورته دا اجازه نشته چې د خپل حق لپاره اواز پورته کړي او که د دوي پر ځای د کمېشن د لاري استاذان راغلل نو دوي به په خپله له استاذۍ ختمېږي.

د دوي په وينا که اوس يې غوښتنې ونه منل شوې نو د عمران خان د کور مخې ته به تر مرګه د لوږې احتجاج پېلوي.

د خېبرپښتونخوا د لوړو زده کړو صوبايي وزير مشتاق غني سره د بيا بيا ټيليفوني رابطې او پېغام د لارې د رابطې هڅه وشوه خو ولې د هغه له خوا په دې اړه هېڅ ځواب مخې ته رانغلو.

XS
SM
MD
LG