د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور تعليمي څانګې کارکوونکو د تنخاګانو زياتولو غوښتنه کړې


په پېښور کې د ټیټي درجې کارکوونکو تر دې مخکې هم د تنخاګانو زیاتولو لپاره مظاهرې کړې دي - پخوانی انځور.
په پېښور کې د ټیټي درجې کارکوونکو تر دې مخکې هم د تنخاګانو زیاتولو لپاره مظاهرې کړې دي - پخوانی انځور.

په پېښور کې د تعليم ادارې د ټيټې یا کلاس ۴ درجې کارکوونکو احتجاجي مظاهره کړې ده.

د مې پر ۳۰مه د تعلیم په دفتر کې کارکوونکو د احتجاج پر مهال مشال راډيو ته وويل چې له ګرانۍ پرېشانه دي او د تنخاوو زياتېدل او د رتبو لوړېدل غواړي.

هغوی زياته کړه چې ګراني څو چنده زياته شوې او په اوسنیو تنخاګانو يې کورونه نه چلېږي.

د څلورمې درجې هغو ملازمانو غوښتنه وکړه چې حکومت دې یې تنخاګانې ۲۰۰ فیصده لوړې کړي.

خو د خيبر پښتونخوا لنډمهاله صوبايي حکومت په وار وار ويلي چې له مالي ستونزو سره مخامخ دی او تېره مياشت يې وفاقي حکومت ته د دوه اربه روپيو د مرستې ورکولو لپاره ليک لېږدولی دی.

سرکاري ملازمينو په داسې حال کې احتجاج کړی چې ټاکل شوې په جون مياشت کې د پاکستان وفاقي او ورپسې صوبايي حکومتونه د راتلونکي مالي کال لپاره کلنۍ بوديجې وړاندې کړي.

په خیبر پښتونخوا کې د ښوونځیو او پوهنتونونو استادان هم وخت پر وخت د خپلو غوښتنو لپاره مظاهرې کوي.

تر دې وړاندې هم د ملاکنډ ډېوېژن استادانو د خپلو نوکریو دایمي کېدو او داراز په تنخا او پېنشن (تقاعدي پیسو) کې د زیاتوالي لپاره مظاهرې کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG