د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات استادانو د تنخاګانو کمېدو پرضد مظاهره کړې ده


سوات کې تر دې مخکې هم د ملاکنډ ډېوېژن ښوونکو د خپلو غوښتنو لپاره مظاهرې کړې دي ـ پخوانی انځور
سوات کې تر دې مخکې هم د ملاکنډ ډېوېژن ښوونکو د خپلو غوښتنو لپاره مظاهرې کړې دي ـ پخوانی انځور

د سوات په مینګوره کې د سرکاري سکولونو استادانو د تنخاګانو کمېدو پر ضد مظاهره کړې ده.

مظاهرچیان اپرېل پر شپږمه د سوات خبریالانو مرکز مخې ته ورټول شوي ول او د حکومت ضد شعارونه ورکول.

په مظاهره کې د سرکاري سکولونو د ښوونکو ټولنې غړو وویل چې پر ځای د دې چې تنخاګانې یې زیاتې شي، حکومت ورکمې کړې دي.

د احتجاجیانو مشر اختر حسین مشال راډيو ته وویل، د استادانو له تنخاوو په بېلابېلو پلمو پیسې ګرځول کېږي او زیاته یې کړه چې په اوسنیو تنخاګانو هم د ښوونکو د کورنیو لګښتونه په ګرانه پوره کېږي.

دوی غوښتنه وکړه چې په پاکستان کې د ګرانۍ وروستۍ څپې ته په کتو دې یې تنخاګانې زیاتې شي او حکومت دې ورته سکولونو ته د تګ راتګ لپاره د ګاډو کرایې هم ورکړي.

د خیبر پښتونخوا د لنډمهالې حکومت د مواصلاتي چارو وزیر محمد علي شاه باچا وایي، د استادانو ستونزه د صوبې له نګران اعلا وزیر او لنډمهالې کابینې سره شریکوي.

هغه د اپرېل پر شپږمه مشال راډیو ته وویل چې حکومت د پیسو له کمښت سره مخامخ دی، خو استادانو ته باید خپله پوره تنخا ورکړل شي. هغه وویل که د ښوونکو تنخا زیاته نه شي، باید په هېڅ صورت کمه هم نشي.

په خیبر پښتونخوا کې د ښوونځیو او پوهنتونونو استادان وخت پر وخت د خپلو غوښتنو لپاره مظاهرې کوي.

تر دې وړاندې هم د ملاکنډ ډېوېژن استادانو د خپلو نوکریو دایمي کېدو او داراز په تنخا او پېنشن (تقاعدي پیسو) کې د زیاتوالي لپاره مظاهرې کړي دي.

خو پخواني حکومت په بیا بیا د ښوونکو د نوکریو دایمي کولو او د مراعاتو زیاتولو ژمنې کړې دي.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG