د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تحريک انصاف راتلونکې څه دی؟


د تحريک انصاف د غړيو مظاهره - انځور له ارشيفه
د تحريک انصاف د غړيو مظاهره - انځور له ارشيفه

د مې نهمې تر پېښو وروسته، د پخواني وزيراعظم عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګڼ پلویان او مشران نیول شوي او ګڼو نورو ګوند پرېښی دی.

د دغه ګوند ځيني سیاستوال د ګرفتاريوو مخنيوي لپاره پټ هم دي. په وروستیو کې فواد چودهري، اسد عمر، پروېزخټک، عثمان بزدار او شیرین مزاري تر څنګ له ۵۰ زیاتو سیاستوالو تحریک انصاف پریښی او یا یې له ګوندي عهدو استعفاوې ورکړي دي.

د مې پر نهمه د عمران تر نیونې وروسته د مظاهرو په مهال پر پوځي تاسیساتو، پوځي یادګارونو، پوځي مجسمو، او دولتي او شخصي ودانیو حملې وشوې او ځينو ځایونو ته اور واچول شو. عمران خان ادعا کوي چې دا کار د استخباراتي ادارې د دې لپاره کړی چې د هغه د ګوند غړيو ګرفتارۍ ته لاره هواره شي. خو پوځ وايي دوی سره ثبوتونه شته چې مظاهرې د تحريک انصاف مشرانو په همدغه قسم پلان کړې وې.

بلخوا عمران خان تور لګولی چې د ګوند د ختمولو هڅې یې کیږي. هغه دجون پر څلورمه خپلو پلویانو ته په ویډیویي پیغام کې وویل پلویان یې تر سختو فشارونو لاندې دي. خو د تحریک انصاف پخوانی سیاستوال غیاث خټک چې ورستیو کې مسلیم لیګ ق ګوند ته تللی، دا تور ردوي. هغه وایي د مې نهمې تر پېښو وروسته یې د ګوند پریښودو پرېکړه وکړه.

هغه مشال راډیو ته وویل: ''زما ۵۶ ملګري هم په هغه ورځ له پاکستان تحریک انصافه لاس په سر شو. اوس زما سره مسلم لیګ (ق) ته راروان دي. چې کله د هېواد په سالمیت باندي برید کیږي نو هغه بیا د برداشت نه بهر وي نو دې خبره کي پر موږ څه فشار نشته.''

عمران خان په ۱۹۹۶ز کال کې تحریک انصاف جوړ کړ خو تر ۲۰۱۱ز کال وروسته هغه ګوند ته له بېلا بېلو ګوندونو ګڼ مشران ورغلل او د ۲۰۱۳ز کال په ټاکنو کې تحریک انصاف په لومړي ځل د قامي اسمبلۍ ۳۵ څوکې وګټلې. دا راز هغه ګوند په خیبر پښتونخوا کې حکومت هم جوړ کړ.

په ۲۰۱۸ز کال په ټاکنو کې هغه ګوند د پاکستان په کچه تر ټولو زیاتې رایې وګټلې او حکومت یې جوړ کړ چې بیا وروسته په ۲۰۲۲ز کال د اپوزیشن ګوندونو د عدم اعتماد تحریک په نتیجه د ګوند مشر عمران خان له وزیراعظمۍ لیری شو.

د پاکستان تحریک انصاف ځینو سیاستوالو او پلویانو د نومونو نه څرګندو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د فشارونو سره مخ دي او په ازاده توګه خپل نظر نشي څرګندولی.

په پاکستان کې په مخکې وختونو کې هم داسې شوي چې له یوه ګونده سیاستوال بل ګوند ته تللي. په ۱۹۹۹ز کال کې د پوځي مشر پرویز مشرف په واکمنۍ کې له مسلیم لیګ ن او پیپلز ګوند څخه سیاستوال بېل شول او د مسلیم ق په نامه ګوند یې جوړ کړ.

شنونکي وایي، په پاکستان کې سیاسي حالات بیا هغه ځایې ته رسیدلي دي. د چارو پوه شمیم شاهد وایي، د عمران خان په مشرۍ له ګونده بېل شوی سیاستوال ښایي نوی ګوند جوړ کړي. "داسي هلې ځلې روانې دي چې عمران خان د تحریک انصاف له مشرۍ لېرې کړي او یا بل ګوند جوړ کړي. ګوند زیاتره ووټونه د عمران خان په وجه اخلي نو ځکه د عمران د نااهله کېدو او یا هم پر تحریک انصاف د بندیز لګېدو په صورت کې به نوي ګوند ته د خان سرپرستي مهمه وي.''

پاکستان داسې دورې تجربه کړې چې پکې پر ځينو سیاسي ګوندونو بندیزونه لګول شوي دي. په ورستیو کلونو کې په تحریک لبیک او اېم کیو اېم بندیزونه لګیدلي دي.

شنونکی او خبریال محمود جان بابر وایي، بندیز او یا بېل ګوند جوړول ځکه کامیاب نه ښکاري چې د تحریک انصاف پلویان له عمران خان سره ولاړ دي. هغه وایي ښایي له تحریک انصافه بېل شوي سیاستوال ښایي پیپلز ګوند ګوند ته ورشي.

هغه زیاتوی: ''اصف زرداري غواړي چې په راتلونکو ټاکنو کې په مرکز کې حکومت جوړ کړي. هغه له داسې سیاستوالو سره په رابطه کې دی چې په انتخاباتو کې څوکۍ ګټلی شي.'' خو پخواني وزیر اعظم عمران خان د جون څلورمې په وینا کې وویل، د سختو حالاتو باوجود خپله مبارزه جاري ساتي.

د پاکستان حکومتي چارواکې وايي، تحریک انصاف د احتجاجونو پرمهال، پوځي او حکومتي املاکو ته زیان رسولې دی نو ځکه په هغو پېښو کې ککړ کسان نیسي چې له وجې یې تحریک انصاف د مشکلاتو سره مخ دی.

XS
SM
MD
LG