د لاسرسي ځای

تازه خبر

پروېز خټک د پي ټي ای ګوند د خيبر پښتونخوا له مشرۍ استعفا ورکړې ده


پروېر خټک د خيبر پښتونخوا اعلا وزير او د پاکستان د دفاع وزير پاتې شوی دی ــ پخوانی انځور
پروېر خټک د خيبر پښتونخوا اعلا وزير او د پاکستان د دفاع وزير پاتې شوی دی ــ پخوانی انځور

د پاکستان تحريک انصاف مخکښ سياستوال د دغه ګوند د خيبر پښتونخوا مشر پروېز د ګوند له دندو استعفا ورکړې ده.

نوموړي د جون پر لومړۍ نېټه په يوه ويډيويي پيغام وويل چې دا پرېکړه يې "له خپلو ملګرو څخه د رايې اخيستلو وروسته" کړې ده.

نوموړي زياته کړه چې دا وخت په پاکستان کې سياسي ماحول "ډېر خراب" دی او په داسې ماحول کې د هغه لپاره تګ کول "ډېر ګران کار" دی. د هغه په وينا، "پر ټولنیزو رسنیو چې کومې خبرې روانې دي چې ګنې زه تر فشار لاندې دا بیان ورکوم، دا سمې نه دي."

له پروېز خټک سره پر دغه وخت د قامي اسمبلۍ پخوانی سپیکر او د تحریک ګوند مخکښ اسد قیصر هم ناست وو.

خټک زياته کړه چې د راتلونکې لپاره به تګلاره د خپلو ملګرو او د ګوند له غړيو سره له سلا مشورو وروسته اعلانوي. نوموړي وويل چې هغه وار له مخه د مې د نهمې نېټې پېښې "غندلې" دي او په دې نظر دی چې "په هغه ورځ ښه ونه شول".

تر هغه وړاندې د جون پر پر لومړۍ نېټه د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران پر خپله ټويټر پاڼه وليکل چې استخباراتي ادارو د نوموړي د ګوند له خوا د ټاکل شوي مذاکراتي کمېټۍ دوه مشران غړي پروېز خټک او اسد قيصر د ملاقات لپاره وربللي دي.

خان تور پورې کړ چې هغه دواړه مشران يې اوس په يو استوګنځای کې "قيد کړي او د خوشې کولو په بدل کې د تحريک انصاف پر پرېښودو مجبوره کول کېږي".

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو شاوخوا درو اوونیو کې د تحریک انصاف یوشمېر مخکښه مشرانو له ګونده د جلاکېدو اعلانونه کړي دي. دغه مشران په خپلو خبري غونډو کې د مې پر نهمه او ۱۰مه د تحريک انصاف د مظاهرو پر مهال پوځي، حکومتي او ولسي ځايونو ته د اوښتو زيانونو غندنه کوي او ورسره سم له هغه ګونده د لارو بېلولو اعلانونه کوي.

د تحريک انصاف مشر عمران خان د مې پر ۲۹مه په يوه ویډیويي وینا کې تور پورې کړ چې حکومت او ریاستي ادارې د ده د ګوند غړي ځوروي او په زور یې له ګونده پر وتلو مجبوروي.

د مې نهمې پېښې او ولسي غبرګون

د مې پر نهمه د القادر ټرسټ په نوم د درغلۍ په یوه قضیه کې د عمران خان تر ګرفتارۍ وروسته د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د تحریک انصاف د پلویانو د مظاهرو پر مهال یوشمېر کسانو پر پوځي تاسیساتو، څلو او دولتي او شخصي ودانیو حملې وکړې او ورته یې زیان واړاوه.

د هغو احتجاجونو پر مهال د تاوتریخوالي په پېښو کې یوشمېر کسان ووژل شول او لسګونه ژوبل هم شول.

د پاکستان وفاقي اېتلافي حکومت او پوځ د مې نهمه "توره ورځ" بولي او وايي، هر کال به یې رسماً یادونه کوي.

پوځ د مې د نهمې او ۱۰مې تر پېښو شاوخوا یوه اوونۍ وروسته اعلان وکړ چې د پوځي او رسمي رازونو د افشا کولو له جنايي قوانینو سره سم د بلوه ګرو پرضد مقدمې چلوي.

د هغه هېواد وفاقي اېتلافي حکومت هم ویلي دي چې په حملو او د اور اچونې په پېښو کې د ککړو کسانو پرضد له پوځي قوانینو سره سم اقدامات کوي او په دې لړ کې د مې پر ۲۲مه قامي اسمبلۍ یو قرارداد هم منظور کړ.

د پاکستان حکومت وايي چې په مظاهرو کې ملکي او پوځي ودانیو ته د زیان رسولو په اړه کافي ثبوتونه لري.

د تحريک انصاف دريځ

د تحریک انصاف مشر عمران خان ټینګار کوي چې پلویان یې د حکومتي، پوځي او شخصي ودانیو په زیانمنولو کې ککړ نه دي او دعوه کوي چې د استخباراتي ادارو کارکوونکو دا کار کړی دی.

خان داراز د مې پر ۳۰مه خپلو پلویانو ته په ویډیويي وینا کې وویل چې د مې نهمې او ۱۰مې په پېښو کې ښايي د ده خورا کم پلویان ککړ ول. "په څه ډول چې پوځ زه ګرفتار کړم، نو پر هغه اقدام که د پوځي نښو لرونکو ودانيو مخې ته غبرګون نه کېده نو چېرې به کېده؟"

له دې پرته نوموړی د مې نهمې په پېښو کې د لاس لرونکو په ډاګه کولو لپاره د عدالتي پلټنو غوښتنه کوي. هغه زیاته کړه چې يو عدالتي کمېشن دې جوړ شي چې دا خبره سپينه کړي چې د مظاهرو پر وخت په ويجاړي کې د چا لاس وو.

تحریک انصاف د خپلو د ګرفتارو سیاستوالانو او پلویانو پرضد په پوځي عدالتونو کې د مقدمو چلولو د حکومتي پرېکړې پرضد په سپریم کورټ کې درخواست دایر کړی دی.

XS
SM
MD
LG