د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا حکومت وايي په بلوو کې يې د لاسلرلو په تور ۲۸۰۰ کسان نيولي دي


د عمران تر نيونې وروسته د پاکستان په مختلفو سيمو کې قهرچنې مظاهرې وشوې. د ۲۰۲۳ز کال د مې ۱۰مې انځور
د عمران تر نيونې وروسته د پاکستان په مختلفو سيمو کې قهرچنې مظاهرې وشوې. د ۲۰۲۳ز کال د مې ۱۰مې انځور

د خيبر پښتونخوا نګران حکومت وايي، د مې نهمې او لسمې په بلوو کې يې د لاسلرلو په تور د پاکستان تحریک انصاف د ۲۰ کارکوونکيو قضيي پوځی عدالتونو ته استولې دي.

د صوبې د اطلاعاتو نګران وزیر فيروز شا کاکاخيل د مې پر ۲۸مه مشال راډيو ته وويل چې د قهرجنو مظاهرو پر مهال په پيښور، بنو، مردان، ملاکنډ او يوشمېر نورو ځايونو کې پوځي او دولتي ودانیو ته اورونه اچول شوي ول.

هغه زیاته کړه:"تر دې مهاله په ټوله صوبه کې شاوخوا ۲،۸۰۰ کسان نيول شوي دي او په دغو کې پر ۸۴ اتیا مقدمې دایرې شوې دي. له دې علاوه د ترهګرۍ د تورونو ۱۷ مقدمې درج شوې چې پکې ۲۰ کسانو (قضیې) پوځي عدالتونو ته سپارل شوې دي."

د مې پر نهمه د القادر ټرسټ په نوم د درغلۍ په یوه قضیه کې د عمران خان تر ګرفتارۍ وروسته د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د تحریک انصاف د پلویانو د مظاهرو پر مهال یوشمېر کسانو پر پوځي تاسیساتو، څلو او دولتي او شخصي ودانیو حملې وکړې او ورته یې زیان واړاوه.

پښتانه هنرمندان د پېښور رېډیو پاکستان ودانۍ ته ورغلي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:16 0:00

د هغو احتجاجونو پر مهال د تاوتریخوالي په پېښو کې یوشمېر کسان ووژل شول او لسګونه ژوبل هم شول.

د پاکستان وفاقي اېتلافي حکومت او پوځ د مې نهمه "توره ورځ" بولي او وايي، هر کال به یې رسماً یادونه کوي.

پوځ د مې د نهمې او ۱۰مې تر پېښو شاوخوا یوه اوونۍ وروسته اعلان وکړ چې د پوځي او رسمي رازونو د افشا کولو له جنايي قوانینو سره سم د بلوه ګرو پرضد مقدمې چلوي.

د هغه هېواد وفاقي اېتلافي حکومت هم ویلي دي چې په حملو او د اور اچونې په پېښو کې د یوشمېر ککړو کسانو پرضد له پوځي قوانینو سره سم اقدامات کوي او دا چې له زرګونو نیول شویو څخه یې ۳۳ تنه پوځ ته سپارلي دي.

د تحریک انصاف مشر عمران خان ټینګار کوي چې پلویان یې د حکومتي، پوځي او شخصي ودانیو په زیانمنولو کې ککړ نه دي او دعوه کوي چې د استخباراتي ادارو کارکوونکو دا کار کړی دی.

نوموړي د مې د نهمې او ۱۰مې د پېښو د خپلواکه پلټنو غوښتنه کړې ده او تحریک انصاف د خپلو د ګرفتارو سیاستوالانو او پلویانو پرضد په پوځي عدالتونو کې د مقدمو چلولو د حکومتي پرېکړې پرضد په سپریم کورټ کې درخواست دایر کړی دی.

خو پوځ او حکومت وايي‌، ثبوتونه ښيي چې د تحريک انصاف ځينې مشران د حملو په پلانولو کې ښکېل ول.

XS
SM
MD
LG