د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان د مې نهمې پېښو عدالتي پلټنې غواړي


عمران خان په لاهور کې د ويډيو پيغام ورکولو پر وخت خبرې کوي - انځور له ارشيفه
عمران خان په لاهور کې د ويډيو پيغام ورکولو پر وخت خبرې کوي - انځور له ارشيفه

د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان یو ځل بیا غوښتنه کړې ده چې د مې نهمې په پېښو کې د لاس لرونکو په ډاګه کولو لپاره دې عدالتي پلټنې وشي.

پخواني وزيراعظم عمران خان د مې پر ۲۹مه په يوه ویډیويي وینا کې تور پورې کړ چې حکومت او ریاستي ادارې د ده د ګوند غړي ځوروي او په زور یې له ګونده پر وتلو مجبوروي. هغه زیاته کړه چې يو عدالتي کمېشن دې جوړ شي چې دا خبره سپينه کړي چې د مظاهرو پر وخت په ويجاړي کې د چا لاس وو.

نوموړي زیاته کړه: "دا معلومه کړئ چې په دې بلوو کې څوک لاس لري؟ په نړۍ کې چې یوه پېښه وشي، ازادې پلټنې یې کېږي. حکومت خو نېغ په نېغه تور پورې کړی خو دا د عدلیې کار دی چې پلټنې وکړي."

د مې پر نهمه د القادر ټرسټ په نوم د درغلۍ په یوه قضیه کې د عمران خان تر ګرفتارۍ وروسته د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د تحریک انصاف د پلویانو د مظاهرو پر مهال یوشمېر کسانو پر پوځي تاسیساتو، يادګارونو او سرکاري او شخصي ودانیو حملې وکړې او ځينو ته یې اور واچاوه.

عمران خان د مې پر ۱۱مه د سپريم کورټ په امر په ضمانت خوشې شو خو د پوليسو له خوا د هغه د ګوند د غړيو نيولو دوام وکړ. د خان د خوشې کولو لپاره د احتجاجونو پر مهال د تاوتریخوالي په پېښو کې یوشمېر کسان ووژل شول او لسګونه ژوبل هم شول. د پاکستان وفاقي اېتلافي حکومت او پوځ د مې نهمه "توره ورځ" بولي او وايي، هر کال به یې په همدې نوم په رسمي ډول یادوي.

د تحریک انصاف مشر عمران خان ټینګار کوي چې پلویان یې د حکومتي، پوځي او شخصي ودانیو په زیانمنولو کې ککړ نه دي. هغه دعوه کوي چې د استخباراتي ادارو کارکوونکو دا کار کړی دی. خو پوځ او حکومت وايي‌، ويډيويي او نور ثبوتونه ښيي چې د تحريک انصاف ځينې مشران د حملو په پلانولو کې ښکېل ول.

پوځ اعلان کړی دی چې د پوځي او رسمي رازونو د افشا کولو له جنايي قوانینو سره سم د بلوه ګرو پرضد مقدمې چلوي. د پاکستان کورنيو چارو وزارت ويلي چې يوشمېر نيول شوي مظاهرچيان یې پوځ ته سپارلي چې تر پوځي قوانينو لاندې پرې مقدمې وچلېږي.

عمران خان تر دې مخکې هم د مې د نهمې او ۱۰مې د پېښو د خپلواکه پلټنو غوښتنه کړې وه. تحریک انصاف د خپلو د ګرفتارو سیاستوالو او پلویانو پرضد په پوځي عدالتونو کې د مقدمو چلولو د حکومتي پرېکړې پرضد په سپریم کورټ کې درخواست هم دایر کړی دی.

په همدې حال کې د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف تور پورې کړی دی چې عمران خان په ارادي توګه د ملک دیوالیه کولو هڅې کړې دي. شهباز شریف د مې پر ۲۹مه، پر ټویټر په یو بیان کې ويلي چې یوازې د مې پر نهمه رامينځ ته شویو پېښو د ملک اقتصاد ته په اربونو روپیو زیان رسولی دی.

اړوند

XS
SM
MD
LG