د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ډېره اسماعیل خان کې ځانمرګي برید ۲۳ سرتېري ژوبل کړي


برید په داسې وخت کې د امنیتي سرتيرو پر قافله شوی چې هغوی له ډېره اسماعيل خان څخه د جنوبي وزيرستان اسمان منزه سيمې پر لور روانه وو.
برید په داسې وخت کې د امنیتي سرتيرو پر قافله شوی چې هغوی له ډېره اسماعيل خان څخه د جنوبي وزيرستان اسمان منزه سيمې پر لور روانه وو.

د خېبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې ځانمرګي بريد د پاکستان ګڼ پوځي سرتيري ژوبل کړي دي.

په ډېره اسماعيل کې استخباراتي چارواکو د نوم نه څرګندولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې دا برید د مې پر ۲۷ مه سهار لسنیمې بجې شوی دی.

د دوی په وینا، برید په داسې وخت کې د امنیتي سرتيرو پر قافله شوی چې هغوی له ډېره اسماعيل خان څخه د جنوبي وزيرستان اسمان منزه سيمې پر لور روانه وو.

دوی زیاته کړه چې پر موټرسایکل سپاره وسله وال په هتياله سيمه کې د سرتېرو په کاروان کې پر شامله یوه لارۍ برید وکړ.

چارواکي وايي په دې برید کې ۲۳ سرتيري ژوبل شوي او د ډيره اسماعيل خان پوځي روغتون ته وړل شوي دي او په سيمه کې يې د لټون عمليات پېل کړي دي. چا تر اوسه د دې برید زمه واري نده منلې.

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا په یو شمېر سیمو او په ځانګړې توګه قبایلي ضلعو کې د بدامنۍ پېښې په پرلپسې توګه روانې دي. په مې میاشت کې د وسله والو له خوا پر امنیتي سرتېرو په بریدونو کې زیاتوالی لیدل شوی دی.

تر دې وړاندې د مې پر ۲۴مه د شمالي وزیرستان په دته خېلو کې په ځانمرګي برید کې د درو سرتېرو په ګډون څلور تنه وژل شوي وو.

د سیمې انتظامي مشر ریحان ګل خټک او د پولیسو مشر سلیم ریاض مشال راډیو ته ویلي‌ وو چې هغه ځانمرګي بریدګر د مې پر ۲۴مه په دته خېلو کې پر یوه امنیتي پوسته د تالاشۍ پر مهال چاودنه کړې وه.

د دوی په وینا، په هغه پېښه کې د ټرافیک پولیسو یو کارکوونکي په ګډون درې سرتېري او یو ولسي وګړی ووژل شول.

د مې پر ۲۱مه شپې مهال وسلوالو په میرلي کې د نجونو دوه ښوونځي په بارودو والوځول. تر دې شاوخوا یوه اوونۍ مخکې د مې پر ۱۵مه په میرلي کې په ځانمرګي برید کې پینځه پوځیان او درې ولسي وګړي ژوبل شوي ول. د هغه برید ذمه واري تحریک طالبان پاکستان ډلې منلې وه.

تر دې وړاندې، د فبرورۍ پر ۱۱مه له کجوري امنیتي پوستې سره نېږدې د ماړي پېټرولیم شرکت د کاروان د امنیت لپاره ورسره پر روانو سرتېرو ځانمرګی برید شوی وو چې درې کسان پکې وژل شوي او ۲۲ ژوبل شوي ول.

په ژوبلو کې ۱۵ کسان د ماړي پیټرولیم کمپنۍ کارکوونکي او اووه نور د اېف سي ځواک سرتېري دي. د هغه برید ذمه واري هم تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

XS
SM
MD
LG