د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسي پاڅون په کبل کې د بدامنۍ ضد جلسه وکړه


ولسي پاڅون په کبل کې د بدامنۍ ضد جلسه وکړه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:55 0:00

د سوات په کبل کې د یوشمېر ګوندونو او پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښه مشرانو او فعالانو د مې پر پنځمه، د ناامنۍ پر ضد د "ولسي پاڅون" په نوم احتجاجي جلسه وکړه. د پښتون ژغورنې غورځنګ منظور پښتین جلسې ته د وینا پر مهال وویل، په سوات کې شوې وروستۍ چاودنې او د بدامنۍ وروستۍ پېښې د ترهګرۍ او بدامنۍ د لړۍ نوې کړۍ ده. دا جلسه په داسې مهال شوې چې په وروستیو کې د سوات په ګډون د خیبر پښتونخوا په یوشمېر سیمو کې ناامني زیاته شوې ده. د اپرېل پر ۲۴مه د کبل د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې په تاڼه کې په چاودنه کې ۱۸ کسان ووژل او تر ۵۵ زیات ژوبل شول. چارواکي وايي، د بجلۍ تارونو د خرابېدو له کبله د تاڼې د بارودو په ډیپو کې چاودنې وشوې.

XS
SM
MD
LG