د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اردوغان بیا ولسمشر کېدل د پاکستان او ترکیې د اړیکو لپاره څه معنا لري؟


شهباز شريف د ترکیې د سفر په مهال د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره - د ۲۰۲۲ کال د جون د میاشتې انځور
شهباز شريف د ترکیې د سفر په مهال د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره - د ۲۰۲۲ کال د جون د میاشتې انځور

د مې پر اته ویشتمه، د ترکیې ولسمشرۍ ټاکنو تر ګټلو وروسته رجب طیب اردوغان د پينځو نورو کلونو لپاره د دغه هېواد ولسمشر شو.

اردوغان چې له دوو لسیزو راهیسې په واک کې دی، تر ۲۰۲۸ کال پورې د ترکیې ولسمشر ټاکل شوی دی. د نړۍ د ځينو نورو هېوادونو د مشرانو تر څنګ د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف هم اردوغان ته په بیا ولسمشر کېدو مبارکي ویلې ده.

شهباز شريف پر ټويټر خپاره کړي بیان کې اردوغان ته ورور ویلی او ليکلي یې چې هغه سره به د ستراتيژيکو اړيکو پخولو لپاره کار ته دوام ورکوي. شهباز شريف زیاته کړې چې د اردوغان په بیا ولسمشر کېدو سره به د پاکستان او ترکیې تعلقات لا نور خواږه شي.

اردوغان د تېرو ولسمشريزه ټاکنو په پرتله دا ځل د اپوزيشن له خوا له سختې انتخابي ننګونې سره مخامخ وو او داسې فکر کېده چې د شپږو ګوندونو شريک کانديد کمال کلیچدار اوغلو ښايي هغه ته ماتې ورکړي. خو د دویم پړاو ټاکنو کې د اردوغان له خوا د ۵۲.۱ فیصد رايې وړلو سره دا اټکل ناسم ثابت کړ.

ځينې شننونکي فکر کوي چې د رجب طیب اردوغان دا بریا په داسې حال کې د پاکستان په ګټه ده چې شهباز شریف د دې هېواد وزیراعظم دی. نذرالسلام چې په ترکيه کې يې درې کاله خبريالي کړې ده، وايي چې په عمومي توګه اسلام اباد او ترکيې ښه تعلقات لري، خو په خبره يې د شهباز شريف په وزیراعظمۍ کې به په ځانګړې توګه نور هم ځکه ښه شي چې شريف او اردوغان نېږدې کورنۍ اړيکي لري.

پاکستان او ترکيې په ۲۰۲۲ز کال د سفارتي اړيکو ۷۵مه کليزه ولمانځله. په تېرو پینځو کلونو کې د رجب طیب اردوغان اسلام اباد ته د سفر په ګډون د دواړو هېوادونو لوړو پوړو چارواکي يوبل هېواد ته سفرونه کړي او لوظنامې يې لاسليک کړې دي.

د دواړو هېوادونو سمندري ځواکونو په ۲۰۲۲ز کال کې په کراچۍ ګډ مشقونه کړي ول. د دې ترڅنګ ترکیه له هند سره د کشمير پر سر لانجه کې د پاکستان په جار ملاتړ کوي.

څېړونکی شاهد الیاس داوړ چې دا مهال د پاکستان بهرنیو چارو وزارت لاندې د څېړنيز مرکز انسټيټيوټ اف ريجنل سټډيز کې کار کوي، په ترکيه کې ۹ کاله تېر کړي دي. نوموړي د مې پر ۲۹مه مشال راډيو ته وويل چې د ترکيې د ولسمشرۍ ټاکنو هغه کسان پرېشانه کړي ول چې د استنبول او اسلام اباد پر اړيکو نظر ساتي.

دی زیاتوي چېد رجب طیب اردوغان انتخابي سيال کمال قیليچدار اوغلو جمهوریت پاله خلق ګوند (سي اېچ پي) د تګلارو له پلوه زیاته توجو له امریکا او غربي هېوادونو سره تعلقاتو ته ورکوي. د الیاس په خبره هم دا وجه وه چې د دواړو هېوادونو پر اړیکو نظر لرونکي پرېشانه ول.

هغه د خپلې خبرې تشریح داسې وکړه: "سي اېچ پي ګوند پاکستان، ایشيا او افريقايي هېوادونو سره د تعلقاتو پرمخ وړلو زیاته انرژي نه لګوي نو ځکه دا وېره وه چې که يې وګټله نو ښايي د ترکيې او پاکستان پر تعلقاتو منفي اثر وشي."

د الیاس په وينا د رجب طیب اردوغان بريا د پاکستان لپاره ځکه هم د اطمينان وړ ده چې د هغه نېږدې ملګرو په پاکستان کې پراخه سرمایه کاري کړې چې د هغه په واک کې له پاتې کېدو سره به دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG