د لاسرسي ځای

تازه خبر

رجب طیب اردغان د ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې


رجب طیب اردغان له دوو لسیزو راهیسې په ترکیه کې واکمن دی - د مې ۲۹مې انځور.
رجب طیب اردغان له دوو لسیزو راهیسې په ترکیه کې واکمن دی - د مې ۲۹مې انځور.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د مې پر ۲۸مه د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنې ګټلې دي.

د رسمي نتيجو تر مخه، اردغان ۵۲.۱ فیصد او د هغه سیالي کانديد کمال قيلیچدار اوغلو ۴۷.۹ فېصده رایې يووړي. اوغلو دا په څو کلونو کې ترټولو غیر عادلانه ټاکنې وبللې، خو د پایلو په اړه یې مخالفت ونه کړ.

په دې توګه اردغان د پينځو نورو کلونو لپاره د ترکیې ولسمشر شو. هغه له دوو لسیزو راهیسې په واک کې دی.

د ترکیې رسنيوو ليکلي چې اردغان تر بریا وروسته وويل چې يوازې هغه ګټونکی نه بلکې ټوله ترکیه ګټونکې ده. خو ناټو چې ترکیې یې غړی هېواد دی، ښايي د اردغان په بریا خوشاله نه وي ځکه چې هغه د روسیې ولسمشر ويلاديمير پوتین سره ښې اړیکې لري.

د پوتين په مشرۍ روسیې له تېر کال راهیسې پر اوکراين یرغل پيل کړی دی. ناټو په دغه جګړه کې د اوکراين ملاتړې ده.

رجب طیب اردغان د مې پر ۱۴مه د ولسمشرۍ په انتخاباتو له خپل مهم سیال کمال قیلیچدار اوغلو څخه لږ مخکې وو خو یو نوماند هم اړینې ۵۱ فیصده رایې نه وې ترلاسه کړې. له همدې کبله له قانون سره سم، انتخابات دویم پړاو ته وغځېدل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG