د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکان د ولسمشرۍ انتخاباتو دویم پړاو کې رایې اچوي


د ووټ اچولو بهیر د مې پر ۲۸مه سهار اته بجې پیل شو.
د ووټ اچولو بهیر د مې پر ۲۸مه سهار اته بجې پیل شو.

په ترکیه کې د ولسمشرۍ د تاریخي ټاکنو په دویم پړاو کې رایې اچول دوام لري. د ووټ اچولو بهیر د مې پر ۲۸مه له ځايي وخت سره سم سهار اته بجې پیل شو او ټاکل شوې چې د مازیګر تر پینځو پورې بې له ځنډه روان وي.

داسې اټکل کېږي چې ښايي ولسمشر رجب طیب اردغان انتخابات وګټي او خپله اسلامي ریښې لرونکې واکمني تر ۲۰۲۸ز کاله وغځوي.

د ناټو اېتلاف د غړي هېواد ولسمشر رجب طیب اردغان د مې پر ۱۴مه د ولسمشرۍ په انتخاباتو له خپل مهم سیال کمال قیلیچدار اوغلو څخه لږ مخکې وو خو یو نوماند هم اړینې ۵۱ فیصده رایې نه وې ترلاسه کړې چې له کبله یې له قانون سره سم، انتخابات دویم پړاو ته وغځېدل.

د ترکیې له ۸۵ مېلیونه څخه یې څه د پاسه ۶۰ مېلیونه وګړي د ووټ ورکولو لپاره رجسټر ول او له هغوی څخه څه باندې درې مېلیونه وګړي له هېواده بهر ژوند کوي.

۶۹ کلن اردغان د مې ۱۴مې په انتخاباتو کې له خپلو سیالانو څخه د زیاتو رایو په اخیستو خپلو منتقدانو ته سخت ځواب ورکړ خو د نوموړي لپاره سږني انتخابات تر پخوانیو هغو زیات سخت دي.

قیلیچدار اوغلو د رېپبلېکن یا جمهوري غوښتونکو ګوند مشر او له اردغانه د خفه اتحادیانو، سېکولرو ملتپالو او د مذهبي محافظه کارانو د شریک اېتلاف نوماند دی.

رجب طیب اردغان په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې د وزیراعظم او ولسمشر په توګه د هېواد د بهرنیو چارو په تګلاره کې هم پراخ بدلونونه کړي دي.

د ترکیې اوسېدونکو د مې ۱۴مې تر انتخاباتو مخکې ویلي ول چې د بیان ازادي، د بهرنیو چارو تګلاره، اقتصاد او څو میاشتې مخکې مرګونې زلزلې ته حکومتي غبرګون هغه مسایل دي چې پر اساس یې رایې کاروي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG