د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شریف او رجب طیب اردغان د دوه اړخیزه اړیکو پر پراخولو غږېدلي دي


وزیراعظم شهباز شریف د جون پر لومړۍ نېټه په ترکیه کې له ولسمشر رجب طیب اردغان سره ولیدل.
وزیراعظم شهباز شریف د جون پر لومړۍ نېټه په ترکیه کې له ولسمشر رجب طیب اردغان سره ولیدل.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان د دوه اړخیزه اړیکو پر پیاوړي کولو او پر سیمه ییزو او نړیوالو چارو غږېدلي دي.

د پاکستان دولتي ټېلېوېژن د جولای پر ۱۰مه پر خپله ووبپاڼه لیکلي چې دواړو مشرانو د خالي (شنبې) پر ورځ د اختر مبارکۍ لپاره ټېلېفوني خبرې وکړې.

ټېلېوېژن وايي، شریف له ترکیې سره د سوداګرۍ، پانګونې، انرژۍ او په نورو څانګو کې د همکارۍ زیاتولو هوډ وښود او و یې ویل چې په سېپټېمبر کې په اسلام اباد کې د لوړې سطحې ستراتیژیکې همکاریو شورا په غونډه کې د ولسمشر اردغان ګډون ته سترګې پر لار دی.

سرکاري ټېلېوېژن زیاته کړې چې ولسمشر اردغان په پاکستان کې د وروستیو سېلاوونو پر ځاني او مالي زیانونو د خپګان څرګندونې ترڅنګ د اسلام اباد د مرستې او ملاتړ ژمنه کړې.

د جولای له پیل راهیسې په پاکستان کې ورښتونو او سېلاوونو لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د چارواکو په وینا، سېلاوونو د بلوچستان پښتون مېشته سیمې تر ټولو زیاتې ځپلې دي. صوبايي حکومت وايي، سېلاوونو په یوشمېر ضلعو کې سلګونه کورونه ړنګ کړي دي. له دې پرته په خیبر پښتونخوا کې هم سېلاوونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه وراړولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG