د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان وزیراعظم هند ته د خبرو مشروط وړاندیز کړی


د پاکستان وزیراعظم شهبار شریف په جینیوا کې د غونډې پر مهال - پخوانی انځور
د پاکستان وزیراعظم شهبار شریف په جینیوا کې د غونډې پر مهال - پخوانی انځور

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف خپل هندي سيال نرېندرا مودي ته د کشمير په ګډون پر ټولو لویو مسلو د خبرو اترو مشروط وړانديز کړی دی.

شهباز شريف د جنورۍ پر ۱۷مه نېټه له العربيه نيوز ټېلېوېژن سره په خبرو کې وويل چې غواړي له هند سره مسلې د خبرو له لاري هوارې کړي.

نوموړي زیاته کړه چې "زما هندي مشرتابه او وزيراعظم مودي ته دا پیغام دی چې راځئ [د خبرو] مېز ته ورشو، جدي او مخلصانه خبرې وکړو چې دا ډول خپلې لويې مسلې هوارې کړو."

شهباز شريف وويل چې پاکستان له هند سره درې جنګونه کړي دي چې له کبله يې د هېواد حالت نور هم خراب شوی او ستونزې يې زياتې شوي دي.

د نوموړي تر دې خبرو څو ساعته وروسته د پاکستاني وزيراعظم له دفتره يو بيان خپور شو چې پکې ويل شوي چې د اسلام اباد او نوي دلي ترمينځ هغه وخت مذاکرات پیلېدای شي چې هند تر خپل واک لاندې د کشمير پخوانی ځانګړی حیثيت بحال کړي.

هند د ۲۰۱۹ز کال د اګست پر پینځمه نېټه په ایین کې له بدلون سره د کشمير هغه حیثيت ختم کړی وو او هغه سیمه یې په هېواد ورګډه کړې وه.

هند لا د پاکستاني وزيراعظم د تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG