د لاسرسي ځای

تازه خبر

تحریک طالبان پاکستان وايي د عمران خان د وژنې پلان یې نه دی جوړ کړی


عمران خان د حکومت ضد لاریون پر مهال - پخوانی انځور.
عمران خان د حکومت ضد لاریون پر مهال - پخوانی انځور.

تحریک طالبان پاکستان د پخواني وزیراعظم او د تحریک انصاف مشر عمران خان د وژنې د پلان جوړولو دعوه "بې بنیاده" بللې ده.

عمران خان د فبرورۍ پر اوومه په لاهور کې د خپل ګوند د صوبايي ویاندانو یوې غونډې ته وویل، د وژنې پلان یې جوړ شوی دی او د دې کار ترسره کولو دنده "په جنوبي وزیرستان کې دوو کسانو" ته سپارل شوې ده.

نوموړي وویل، د هغه پلان په اړه "کره معلومات لري" خو د خپلې دعوې ثبوت یې وړاندې نه کړ.

عمران خان په خپلو خبرو کې د تحریک طالبان پاکستان نوم نه دی اخیستی خو هغې ډلې د فبرورۍ پر اتمه رسنیو ته په استولي بیان کې د نوموړي دعوه ناسمه بللې او ویلي یې دي چې جګړه یې د پاکستان "د پوځ او استخباراتي ادارو" پر ضد ده او سیاستوالان یا غیرسیاسي خلک نه په نښه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې عمران خان په جنورۍ کې د پاکستان پیپلز ګوند پر ګډ مشر او پخواني ولسمشر اصف علي زرداري تور پورې کړی وو چې د ده د وژنې پلان یې جوړ کړی دی.

پیپلز ګوند دا تور ناسم بللی وو او د عمران خان پرضد یې مقدمه هم دایره کړې ده. د هم هغې قضیې پر اساس پولیسو د فبرورۍ پر دویمه د خان ملاتړی او د عوامي مسلم لیګ مشر شیخ رشید ونیو چې لا هم په بند کې دی.

د ۲۰۲۲ز کال په نومبر کې د پنجاب په وزیراباد کې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف پر لاریون ډزې شوې وې چې پکې یو کس وژل شوی وو او د خان په ګډون یوشمېر کسان ژوبل شوي ول.

عمران خان د برید تور د پاکستان پر وزیراعظم شهباز شریف، د کورنیو رانا ثناالله او یو پوځي افسر مېجر جنرال فیصل نصیر پورې کړ چې هغوی رد کړ او داراز، د تور پر اساس یې مقدمه هم نه دایرېده.

تر دې وروسته د پاکستان سپریم کورټ د پنجاب پولیسو ته امر وکړ چې پر لاریون او خان د برید مقدمه دایره کړي.

د پاکستان حکومت د تحریک انصاف او عمران خان تورونه رد کړي دي او په دې اړه یې د پلټنو ژمنه کړې ده. د پاکستان د پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) هم د نومبر څلورمې پر ماښام په بیان کې د تحریک انصاف او د عمران خان تورونه "بې بنیاده" وبلل او رد یې کړل.

XS
SM
MD
LG