د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ وایي مشران يې متحد دي او د مارشل لا هېڅ امکان نه شته


په اسلام اباد کې د مې پر ۱۲مه د رینجرز ځواک سرتیري د های کورټ بهر ولاړ دي.
په اسلام اباد کې د مې پر ۱۲مه د رینجرز ځواک سرتیري د های کورټ بهر ولاړ دي.

د پاکستان پوځ په هغه هیواد کې د مارشلا لګېدو په اړه خبرونه بې اساسه بللي او ویلي یې دي چې پوځ، د حکومت په لاس کې د اخیستو هېڅ اراده نه لري.

د پوځ مطبوعاتي څانګې (ایي اېس پي ار) مشر مېجر جنرل احمد شريف د مې پر ۱۲مه د پاکستان له شخصي ټېلېوېژن جيو نیوز سره په خبرو کې وويل چې د پوځ مشر جنرال عاصم منير او نور پوځي مشرتابه د زړه له تله د جمهوريت ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړه: ''زه په واضحه دا وايم چې د پوځ لوړپوړې مشرتابه او د پوځ مشر په جمهوريت بشپړ يقين لري او د مارشل لا له سره سوال نه پېدا کيږي.''

د پوځ ویاند د مې پر ۱۲مه په خپاره کړي یو بیان کې هغه راپورونه هم رد کړي چې ګواکې د پوځ په مشرتابه کې، د پاکستان اوسني سیاسي کړکېچ پر سر اختلافات دي او له دې امله ځینې پوځي مشرانو استعفاوې ورکړي دي.

په بیان کې راغلي چې هېڅ یو پوځي مشر استعفا نه ده ورکړې.

په پاکستان کې د پوځي حکومت په اړه بحثونه وروسته له هغې زیات شول چې د هغه هیواد د دفاع مرکزي وزیر خواجه اصف د مې پر ۱۱مه وویل چې که وفاقي کابینې مناسبه وګڼله، نو په هېواد کې بیړنی حالت اعلانېدلی شي.

خواجه اصف دا خبره وروسته له هغې وکړه چې سپریم کورټ د عمران خان د "سمدستي خوشې کولو" امر وکړ.

عمران خان د مې پر نهمه رېنجرز ځواکونو د احتساب د ملي ادارې (نیب) په وینا​ د القادر ټرسټ په نوم د درغلۍ په یوه قضیه کې نیولی وو.

د خان ګرفتارۍ په هېواد کې پراخې مظاهرې وپارولې چې د مرګ ژوبلې ترڅنګ یې مالي زیانونه هم واړول. د دې په غبرګون کې پولیسو سلګونه کسان ګرفتار کړل.

عمران خان ته د مې پر ۱۲مه اسلام اباد های کورټ هم د القادر ټرسټ او ځینې نورو قضیو کې ضمانت ورکړ او هغه یې خوشې کړ. نوموړی تر دې وروسته په لاهور کې خپل کور ته رسیدلی دی.

هلته بیا د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) مشر مولانا فضل الرحمان د سپريم کورټ د هغې پریکړې ضد احتجاج اعلان کړی چې ترمخه یې عمران خان خوشی شوی دی.

XS
SM
MD
LG