د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت له خلکو غوښتي چې ځانونه واکسین کړي


په پېښور کې یو روغتیاپال یو کس ته د کووېډ-۱۹ ناروغۍ واکسین لګوي - انځور له ارشیفه
په پېښور کې یو روغتیاپال یو کس ته د کووېډ-۱۹ ناروغۍ واکسین لګوي - انځور له ارشیفه

د پاکستان د پلانونو او پرمختيايي چارو وفاقي وزير اسد عمر پر خلکو غږ کړی چې د کورونا وايرس اومېکرون بڼې د پېښو مخنيوي لپاره خپل ځانونه واکسين کړي.

اسد عمر چې د کورونا وايرس د څار او کنټرول ملي ادارې مشر هم دی، د جنورۍ پر پینځه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وويل چې په هېواد کې د کورونا وایرس پېښې په زیاتېدو دي.

نوموړي وويل چې په تېرو اوونيو کې د کورونا وايرس د مثبتو پېښو شرح ۰.۷ وه خو د جنورۍ پر څلورمه د خلکو د ټېسټونو د مثبتېدو کچ تر ۱.۸ فیصده لوړ شو.

عمر پر خلکو غږ وکړ چې ځانونه د ګڼې ګوڼې له ځايونو څخه لیرې وساتي او د کورونا وايرس وبا مخنيوي لپاره حکومتي لارښووني عملي کړي.

د پاکستان د روغتیا ملي مرکز (نيشنل انسټېټيوټ اف هېلت یا اېن ای اېچ) د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر په پای کې په هېواد کې د کورونا وايرس د نوې اومېکرون بڼې ۷۵ پېښې تایید کړې وې.

بلخوا د کورونا وايرس وبا په اړه د معلوماتو حکومتي ووبپاڼې د جنورۍ پر شپږمه سهار وویل، په تېرو ساعتونو کې په پاکستان کې د کورونا وایرس ۱،۰۸۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. له تازه ارقامو سره سم، په تېرو۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې له ناروغۍ پینځه کسان مړه شوي دي.

سرکاري شمېرې ښيي چې د وبا له پیل راهیسې په ټول هېواد کې د کورونا وایرس د وړجنو کسانو رسمي شمېر تر شاوخوا ۱۳ لکو رسېدلی دی چې ورڅخه یې تر ۱،۲۷۵،۰۰۰ زیات له ناروغۍ رغېدلي هم دي.

حکومتي ارقام ښيي چې په پاکستان کې د جنورۍ تر شپږمې شاوخوا ۷۳ مېلیونه کسان په بشپړ ډول واکسین شوي دي. د ۲۰۱۷ز کال له سرشمېرنې سره سم، د پاکستان ټوله ابادي شاوخوا ۲۰۸ مېلیونه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG