د لاسرسي ځای

تازه خبر

خيبر پښتونخوا کې د معیادي تبې واکسينو کمپاين پیل شوی دی


دا لومړۍ ځل دی چې په خيبر پښتونخوا کې د میعادي تبې کیمپېن کېږي - پخوانی انځور

په خيبر پښتونخوا کې د اکتوبر له درېیمې څخه ماشومانو ته د معیادي تبې (ټايفایډ) واکسین ورکولو کیمپېن پیل شوی دی.

د صوبې د روغتيا محکمې د واکسینونو د څانګې يوه چارواکي ډاکټر محمد عارف مشال رېډيو ته وويل چې دا کیمپېن به د اکتوبر تر ۱۵مې پورې دوام لري چې پکې به ۹۰۰،۰۰۰ هغه ماشومان واکسینوي چې عمرونه يې د نهو او ۱۴ کلونو په مینځ کې وي.

هغه زیاته کړه چې د دوی ډلې په ښوونځيو او په نورو ځایونو کې ماشومانو ته د معیادي يا لويې تبې واکسین ورکوي او د دې ترڅنګ په هسپتالونو کې يې هم عمله ناسته ده.

دا لومړی ځل دی چې په خیبر پښتونخوا کې د معیادي تبې ضد کیمپېن کېږي.

معیادي تبه چې تپ محرکه، لویه تبه، ستره تبه یا ټراټکه هم بلل کېږي یوه بیکټېریايي ناروغي ده چې د برتانیا د روغتیا ملي ادارې په وینا، د ناولي (ناپاکه) خوراک له خوړلو او د ناپاکه اوبو له څښلو خپرېږي.

د ادارې په خبره، دا ناروغي له یو انسانه بل هغه ته په ناستې پاستې، یا ډوډۍ خوړلو نه شي خپرېدای البته که د ناروغ کس فضله یا بولې په سم ډول ضایع نه شي او ورڅخه اوبه یا خواړه ناپاکه شي نو بیا په خورا چټکۍ خپرېږي.

د ماشومانو لپار د ملګرو ملتونو سازمان (يونېسېف) په ۲۰۲۱ز کال کې ويلي ول چې پاکستان د نړۍ هغه لومړۍ هېواد دی چې په ۲۰۱۹ز کال کې يې د معیادي تبې واکسين په رسمي توګه د ناروغيو ضد د واکسينونو د پروګرام برخه جوړ کړل.

سازمان زیاتوي چې هم هغه کال يې د سيند صوبې ۱۰ مېليونه ماشومانو ته يې واکسين ورکړل چې په نتیجه کې يې په ۲۰۲۰ز کال کې په دې صوبه کې معیادي تبې د ناروغانو شمېر کم شو.

XS
SM
MD
LG